د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له سوډانه د خپلو "وګړو ایستلو لپاره له دوستو هېوادونو" سره په تماس کې دی


بهرني وګړي له سوډانه د وتلو په حال کې - انځور د اپريل ۲۵مې دی.
بهرني وګړي له سوډانه د وتلو په حال کې - انځور د اپريل ۲۵مې دی.

د پاکستان حکومت وايي له سوډانه د خپلو ټولو وګړيو د ایستلو لپاره له دوستو هېوادونو مرسته غواړي.

د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د سعودي عرب په شان له دوستو هېوادونو سره په تماس کې دی چې پاکستاني وګړي په خیر خیریت له سوډانه وباسي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه په خپور کړي بيان کې ويلي، وزارت یې په سوډان کې د ایسار پاتې پاکستانیانو د ژغورنې او ارام لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې دا هم ويلي چې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه ۲۱۱ نور پاکستانيان سوډان پورټ ښار ته رسېدلي دي.

وزارت پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې د اپرېل پر ۲۵مه ۳۷ پاکستانيان د يوې کښتۍ له لارې د سعودي عرب جدې ښار ته ورسېدل.

د پاکستان سرکاري راډيو د خبر ترمخه له دې سره د هغو پاکستانیانو شمیره، چې له خرطومه په خوندي ډول ایستل شوي، ۷۰۰ ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشه ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري. د سوډان حکومت غوښتل چې دغه ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی له دې انکار وکړ چې ورسره د دواړو غاړو ترمینځ نښتې پيل شوې.

رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو په حواله ويلي چې تر اوسه په هغه جګړه کې لږ تر لږه ۴۲۷ کسان وژل شوي او بشري بحران يې رامينځته کړی.

د اژانس ترمخه، امريکا، جرمني، جاپان، جنوبي کوريا او ځينو نورو هېوادونو خپل وګړي او چارواکي د سوډان له پلازمېنې، خرطوم څخه ایستلي او یا یې د ايستلو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG