د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۰ نور پاکستانيان د سوډان له پلازمېنې خرطوم ایستل شوي دي


په خرطوم کې د جګړې له امله لوګي پورته شوي دي
په خرطوم کې د جګړې له امله لوګي پورته شوي دي

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره ۲۰۰ نور پاکستانيان پورټ سوډان ته رسېدلي دي.

پورټ سوډان د سوډان سمندري ښار دی چې خلک ترې نورو هېوادونو ته په کښتيوو او ځانګړو الوتکو کې ایستل کيږي. تر دې مخکې د پاکستان حکومت ويلي وو چې له ۷۰۰ زیاتو وګړو د ایستلو لپاره یې له دوستو هېوادونو سره تماس نیولی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۶مه په يو بیان کې وويل چې په سوډان کې د پاکستان سفارت دغه سمندري ښار ته رسېدلو پاکستانيانو لپاره اسانتياوې برابروي. د بیان ترمخه، له سوډانه د دغو کسانو د ایستلو انتظامات روان دي.

د اپرېل پر ۲۶مه د سعودي عرب يوې سمندري بېړۍ د ۵۶ هېوادونو ۱۶۷۴ وګړي له پورټ سوډان څخه جدې ته ورسول چې ۳۷ يې پاکستانيان ول. د سعودي بهرنيو چارو وزارت په دغه ورځ، پر ټويټر پاڼه ليکلي وو چې هغوی له سوډان څخه د وګړو د ايستلو عملياتو لړ کې تر دې دمه د ۱۱۹ سعوديانو په ګډون د ۶۷ هېوادونو ټولټال ۲،۲۳۲ وګړي جدې ښار ته رسولي دي.

له تازه انخلا وروسته، د هغو پاکستانیانو شمېره، چې د سوډان له سرښار خرطومه په خوندي ډول ایستل شوي، ۹۰۰ ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د پوځ او چټک غبرګون ملېشو ترمينځ نښتې د اپرېل له ۱۵مې دوام لري. د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون ملېشو ځواکونو مشر محمد حمدان دقلو دی.

د سوډان حکومت غوښتل چې د چټک غبرګون ملېشې په پوځ کې شامل کړي خو هغوی انکار وکړ چې ورسره سم د دواړو لوريو ترمینځ نښتې پيل شوې. رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو په حواله ويلي چې تر اوسه په هغه جګړه کې خوااوشا ۵۰۰ کسان وژل شوي او بشري ناورین رامنځته شوی دی.

په زرګونو خلک له خرطوم څخه خلک نورو ښارونو او له سوډانه بهر وتلي دی. امريکا، اروپايي ټولنې، هند، جنوبي کوريا او ځينو نورو هېوادونو هم خپل وګړي او ډيپلوماټان له خرطوم ایستلي دي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ويلي چې، په سوډان کې وضعیت لا هم خطرناک دی. جیمز کلیورلي د اپريل پر ۲۶مه سکای نیوز ته وویل: "موږ په ټولو دولتي ادارو کې د خپلو پراخو پروګرامونو په عملي کولو او د وضعیت له سمېدو په ګټه له نړیوالو ملګرو سره یوځای له سوډانه د برتانوي وګړو د ایستلو په چارو بوخت یو. خوشحاله یم چې په سیمه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ اوربند اعلان شوی او موږ د تخلیې یوه طرحه پیل کړې ده."

XS
SM
MD
LG