د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سوډانه د وتلو پاکستانيانو لومړۍ ډله کراچۍ ته ورسېدل


له سوډانه د وتلو پاکستانيانو لومړۍ ډله، چې ۱۴۹ کسان ول، د اپرېل پر ۲۸مه کراچۍ ښار ته ورسېده.
له سوډانه د وتلو پاکستانيانو لومړۍ ډله، چې ۱۴۹ کسان ول، د اپرېل پر ۲۸مه کراچۍ ښار ته ورسېده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې له سوډانه د وتلو پاکستانيانو لومړۍ ډله نن (د اپرېل پر ۲۸مه) کراچۍ ته رسېدلې ده.

ياد وزارت د اپرېل پر ۲۸مه پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې ۱۴۹ پاکستانيان په خوندي توګه خپل هېواد ته ستانه شول.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير پر خپله ټويټر پاڼه د راغلو پاکستانيانو د هرکلي تر څنګ ويلي چې تر هغه وخته به کار ته دوام ورکوي تر څو چې "له سوډانه هر پاکستانی نه وي ایستل شوی او ژر تر ژره په خوندي توګه خپل کور ته وي راستون شوی."

نوموړي زياته کړه چې دغه کسان د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي اې اې) د الوتکې له لارې کراچۍ ته ورسېدل.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې په سوډان کې له روانې کورنۍ جګړې څخه د بچ کېدو لپاره يې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانيان له سرښار خرطوم څخه پورټ سوډان ښار ته رسولي دي.

پورټ سوډان د سوډان سمندري ښار دی چې خلک ترې نورو هېوادونو ته په کښتيوو او ځانګړو الوتکو کې ایستل کيږي.

وزارت د اپرېل پر ۲۶مه په يو بیان کې وويل چې په سوډان کې د پاکستان سفارت دغه سمندري ښار ته رسېدلو پاکستانيانو لپاره اسانتياوې برابروي.

له سوډانه د خلکو د ايستلو لوی عمليات سعودي عرب پرمخ وړي. د سعودي بهرنيو چارو وزارت نن (د اپرېل پر ۲۸مه) پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې هغوی له سوډان څخه د وګړو د ايستلو عملياتو لړ کې تر دې دمه د ۱۱۹ سعوديانو په ګډون د ۷۸ هېوادونو ۲،۷۹۶ وګړي جدې ښار ته رسولي چې يو شمېر پاکستانيان او افغانان هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د پوځ او "چټک غبرګون ځواک" ترمينځ نښتې د اپرېل له ۱۵مې دوام لري. د پوځ مشري عبدالفتاح البرهان پر غاړه لري او د چټک غبرګون ځواک مشر محمد حمدان دقلو دی.

د سوډان حکومت غوښتل چې د چټک غبرګون ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی انکار وکړ چې ورسره سم د دواړو لوريو ترمینځ نښتې پيل شوې.

رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو په حواله ويلي چې تر اوسه په هغه جګړه کې شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي او هلته يو بشري ناورین رامنځته شوی دی.

XS
SM
MD
LG