د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیيف په روسي برید کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی


د اوکراین د کورنیو چارو وزرات وایي، په اومان ښار کې پر ودانۍ روسی میزایل لګیدلی دی ـ پخوانی انځور
د اوکراین د کورنیو چارو وزرات وایي، په اومان ښار کې پر ودانۍ روسی میزایل لګیدلی دی ـ پخوانی انځور

اوکراین وایي، د روسېې لخوا د اوکراين په سرښار کیيف او نورو ښارونو بريدونو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

بريدونه د اپرېل په ۲۸مه شوي دي. د اوکراين ولسمشر ولودومير زېلېنسکي دا د " دهشت" شپه بللې.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراين په ويجاړ شوي مشرقي ښار بخموت کې درنه جګړه لا هم دوام لري. دغه راز د اوکراين د کورنيو چارو وزير راپور ورکړی چې د هغه هېواد په اومان ښار کې پر نهه پوړيزه ودانۍ د روسیې میزایل لګېدلی چې لږ تر لږه پکې ۲۳ کسان وژل شوي دي.

د اوکراین په مرکزي سیمه کې پر غټ ښار نيپرو د روسیې لخوا په حمله کې يوه مېرمن او وړه ماشومه وژل شوې دي . دا پر دې سربيره ده چې د نيپرو پیترووسک سيمې پوځي انتظامي مشر وايي چې د اوکراين هوايي دفاعي نظام د روسیې اووه ميزايلونه هدف ته تر رسیدو مخکې غورځولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG