د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني پوځ وایي، بخموت ښار یې تر واک لاندې دی


د اوکراین بخموت ښار د تېرو څو میاشتو راهیسې د سختې جګړې مرکز دی. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل ۲۳مې انځور.
د اوکراین بخموت ښار د تېرو څو میاشتو راهیسې د سختې جګړې مرکز دی. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل ۲۳مې انځور.

اوکراین وایي، د بخموت ښار مهمې سیمې يې د ځواکونو په لاس کې ده.

د اوکراین د ځمکني پوځ یو لوړ پوړي قومندان اولیکساندر سېرېسکي دا خبره له هغه وروسته وکړه چې روسیې په بخموت ښار کې د پرمختګونو ادعا کړې. دا ښار د دونیڅک سیمې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د تېرو څو میاشتو راهیسې د سختې جګړې مرکز دی.

سېرېسکي پر ټیلیګرام ویلي چې دښمن یې په نښه کړې او د ستراتیژیکې سیمو ساتلو ته یې دوام ورکړی دی. د روسیې دفاع وزارت د اپریل پر ۲۳مه وویل چې د بخموت په لوېدیځ کې یې دوه ضلعې نیولې دي.

اخوا په اوکراین کې د روسیې ملاتړ لرونکې واګنر اجیري ډلې مشر یېوګېني پریګوژین ویلي چې د بخموت نېږدې ټوله برخه يې تر کنټرول لاندې ده. دا راپورونه په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي.

د دونیڅک د پوځ انتظامیې یوه چارواکي پاولو کېرېلینکو د اپریل پر ۲۴مه ویلي چې په بخموت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه دوه ملکیان وژل شوي او دوه نور زخمیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG