د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوډان کې د اوربند تر اعلان وروسته بيا ډزې شوې دي


د اپرېل پر ۱۷مه د سوډان په مرکز خرطوم کې له هوایي ډګره لوګي خیژي.
د اپرېل پر ۱۷مه د سوډان په مرکز خرطوم کې له هوایي ډګره لوګي خیژي.

په سوډان کې د پوځ له خوا د اوربند تر اعلان وروسته د اپرېل پر ۲۱مه د هغه هېواد په مرکز خرطوم کې درنې ډزې شوي دي.

رويټرز خبري اژانس د يو عیني شاهد په حواله د ډزو اورېدو د خبر پخلی کړی دی خو د ډزو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي او دا هم معلومه نه ده چې ورستیو ډزو مرګژوبله لرلې او که نه.

اژانس لیکلي، د پوځ د سرتېرو او د هغوی د يو مخالف ځواک ترمينځ هغه ډزې د جګړې پای ته رسولو پر هڅو وروستی ګوزار وو.

پوځ وايي، پر درې ورځني اوربند یې موافقه کړې چې دا ډول خلک کوچنی اختر ولمانځي.

د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) هم تر دې مخکې ویلې ول چې د رخصتۍ لمانځلو لپاره یې پر ۷۲ ساعته اوربند موافقه کړې ده.

بل خوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، چې د سوډان حالات له نېږدې څاري او هلته د مېشتو پاکستانيانو خونديتوب یې لومړیتوب دی.

د پاکستان دولتي راډيو د اپرېل پر ۲۱مه خبر ورکړ چې په سوډان کې شاوخوا ۱۵۰۰ پاکستانیان مېشت دي او په خرطوم کې د پاکستان سفارت په دوامداره توګه له دوی سره په تماس کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۵مه د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ګډون د هغه هېواد په یوشمېر برخو کې د پوځ او نیمه پوځي ملېشې ترمینځ نښتې پیل شوې چې تر ۴۰۰ زيات کسان پکې وژل شوي دي.

هغه نښتې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې مشر محمد حمدان دقلو د پلویانو ترمینځ روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG