د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له سوډانه خپل وګړي باسي


سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري ـ پخوانی انځور
سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري ـ پخوانی انځور

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وایي، ۴۲۷ وګړي یې له سوډان څخه د وتلو په حال کې دي.

وزارت د اپريل پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې هغه پاکستانيان ساحلي ښار، سوډان پورټ ته رسېدلي او له هغه ځای څخه په وتلو کې مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملیشه ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري. د سوډان حکومت غوښتل چې دغه ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی له دې انکار وکړ چې ورسره د دواړو غاړو ترمینځ نښتې پيل شوې.

رويټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو په حواله ويلي چې تر اوسه په هغه جګړه کې لږ تر لږه ۴۲۷ کسان وژل شوي او بشري بحران يې رامينځته کړی. د اژانس ترمخه، امريکا، جرمني، جاپان، جنوبي کوريا او ځينو نورو هېوادونو خپل وګړي او چارواکي د سوډان له پلازمېنې، خرطوم څخه ایستلي او یا یې د ايستلو په حال کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG