د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل هوايي ډګر دباندې چاودنو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې


د پېښې ژوبل کسان د کابل روغتونونو ته رسول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د پېښې ژوبل کسان د کابل روغتونونو ته رسول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د اګست پر ۲۶مه په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر دباندې دوو ځانمرګو بريدونو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې د اګست پر ۲۶مه په دې "پېچلي بريد" کې يوشمېر امريکايي سرتيري وژل شوي او ژوبل شوي دي. نوموړي زياته کړې چې يوشمېر افغانانو هم په دې "بدمرغه بريد" کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نوموړي له دې بيان وروسته د امريکا د مرکزي قوماندې مشر جنرل کېنېت مېکېنزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د کابل هوايي ډګر له "ابې ګېټ" نومې دروازې سره نېږدې د دوو چاودنو په نتيجه کې لږ تر لږه ۱۲ امريکايي سرتيري وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

خو وروسته امريکايي چارواکو تاييد کړه چې په دې بريدونو کې د دوی ۱۳ عسکر وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ ته رسېدلی چې پر ۱۳ امريکايي سرتيرو سربېره يې ۲۸ طالبان او پاتې نور افغان ولسي وګړي دي.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس بیا د ۱۴۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی دی.

رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس د مرګژوبلو شمېر په څو راپورونو کې د طالب چارواکو د روغتونونو په حواله خپور کړی دی، خو لا هم د عامې روغتیا وزارت او نورو معتبرو سرچينو لخوا د اګست ۲۶مې ځانمرګو بریدونو د مرګژوبلو کره شمېر نه دی روښانه شوی.

د پېښې لویه برخه ټپیان او مړي په کابل کې "ایمرجنسي" روغتون ته انتقال شوي چېرې چې د دغه روغتون د چارواکو په خبره بسترونه ټول ډک دي، خو لا هم د پېښې ټپیان چې ټول یې ولسي وګړي دي، ور وړل کېږي. په دې کې يوشمېر ښځې او ماشومان هم دي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د اګست پر ۲۶مه ناوخته په خپل بيان کې وويل چې د دوی يو ځانمرګي بريدګر "له امريکايي پوځ سره کارکوونکي ژباړونکي او همکاران" په نښه کړل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر ۲۶مه له سپېنې ماڼۍ په خپرو شويو ټېليويژني څرګندونو کې دا پېښه په کلکه وغندل او زياته يې کړه چې د دې ځانمرګو بريدونو عاملين به ونه بخښي.

"هغه چا چې دا برید ترسره کړی، او هر هغه څوک چې امریکا ته زیان رسوي، موږ به یې ونه بخښو او موږ به یې هېر نکړو. موږ به تاسو ومومو او حساب به درسره وکړو. زه به په هر ګام سره له خپلو خلکو او ګټو دفاع وکړم."

جان کربي له دې وړاندې په خپل مخکيني ټويټ کې ويلي و چې يوه چاودنه هوايي ډګر ته داخلېدونکې "ابې ګېټ" نومې وره سره نېږدې د يو "پېچلي بريد" په نتيجه کې وشوه چې يوشمېر امريکايانو او ولسي وګړو ته يې تلفات واړول.

نوموړي زياته کړې وه چې لږ تر لږه يوه بله چاودنه له "ابې ګېټ" څخه په لږ واټن کې په "بېرن هوټل" يا دې ته نېږدې هم وشوه.

"ابې ګېټ" هغه ځای دی چيرې چې له څو ورځو راهيسې زرګونه کسان انتظار وي چې هوايي ډګر ته داخل شي. له دې لارې زياتره وخت هغه خلک داخليږي چې د امريکايي ځواکونو لخوا له افغانستانه ويستل کېږي.

کابل په حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د "ابې ګېټ" نومې دروازې مخ ته له چاودنې وړاندې ګڼ کسان ولاړ دي.
کابل په حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د "ابې ګېټ" نومې دروازې مخ ته له چاودنې وړاندې ګڼ کسان ولاړ دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه دا چاودنې غندلي او ویلي یې دي چې "چاودنه په هغه سیمه کې ترسره شوې چې د‌ امنيت مسولیت يې د امريکايي ځواکونو په لاس کې دی."

د اګست ۲۶مې چاودنې له هغه وروسته شوې چې امريکا او ځېنو نورو اروپايي هېوادونو هلته د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش لخوا د بريد وېره څرګنده کړې وه او خبرداری يې ورکړی وو چې خلک دې په دغه ورځ حامد کرزي هوايي ډګر ته نه ورځي.

دوی خپلو اتباعو او افغان همکارانو ته هم تاکيد کړی وو چې له هوايي ډګره دې لرې شي.

له کله چې طالبانو افغانستان نيولی، لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي.

امریکايي چارواکو پرون (د اګست پر ۲۵مه) وویل چې په تیرو ۱۰ ورځو کې له کله چې طالبانو کابل په خپله ولکه کې واخیست، امریکا او اتحادیانو یې له افغانستانه تر ۸۸،۰۰۰ زيات کسان له هوايي لارو خوندي ځایونو ته رسولي دي. په دې کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ زره کسان هم شامل دي.

خو د امریکا پوځي چارواکو بيا خبرداری ورکړی، چې سره له دې چې په هرو ۳۹ دقیقو کې یوه الوتکه پرواز کوي، بیا هم تر ۱۰،۰۰۰ زيات کسان په هوايي ډګر کې پاتې دي.

ټاکل شوې وه چې د امريکا په ګډون به ټول بهرني ځواکونه د اګست تر ۳۱مې له افغانستانه وځي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اګست پر ۲۵مه وويل، غواړي چې له افغانستانه د امریکايانو او یو شمېر افغانانو د ویستلو بهیر ته د اګست تر ۳۱مې نېټې ور اخوا هم ادامه ورکړي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او له هېواده دې نه وځي، خو خلک په وېره کي دې چې دا ډله به د خپلې تېرې دورې په څېر بیا پر خلکو زور زیاتی پيل کړي.

XS
SM
MD
LG