د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو دفاع وزير د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره کتلي


محمد یعقوب مجاهد د ډېسېمبر پر درېيمه د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی ــ پخوانی انځور
محمد یعقوب مجاهد د ډېسېمبر پر درېيمه د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی ــ پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي تامس وېسټ سره کتلي دي.

د طالبانو دفاع وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې مجاهد او وېسټ د ډېسېمبر پر شپږمه د افغانستان پر "مسله" خبرې وکړې.

په ټویټ کې راغلي چې مجاهد په کتنه کې وېسټ ته ډاډ ورکړ چې "د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي."

په ټويټ کې پرمخ راغلي چې "د ملي دفاع سرپرست وزير له تامس وېسټه وغوښتل چې نړۍ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري".

بلخوا وېسټ تر دې دمه د دې لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.

طالبانو دا ډاډ داسې مهال ورکړی چې تر دې وړاندې د سیمې یوشمېر هېوادونو اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې لا هم نړیوالې او سیمه ییزې ترهګرې ډلې لکه القاعده، اسلامي دولت (داعش)، تحریک طالبان پاکستان او نوری وسلوالې ډلې فعالیتونه لري.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړې وه چې پر الظواهري د جولای پر ۳۱مه " بریالی هوايي برید" د ده په لارښوونه شوی وو.

بلخوا په تېرو څو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو یوشمېر مهم قوماندانان د افغانستان په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې وژل شوي دي.

محمد یعقوب مجاهد د ډېسېمبر پر درېيمه افغانستان ته د شخصیتونو ستنېدو کمېسیون غړي انس حقاني په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

مجاهد د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر او د دبۍ له حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره هم لیدلي او پر دوه اړخیزو چارو يې خبرې ورسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG