د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: روژه کې د ځمکو پر سر شخړې زیاتې شوي


په خیبر پښتونخوا کې د روژې میاشتې له پېل سره په شخصي نښتو کې هم زیاتوالی راغلی دی. ارشیف -انځور
په خیبر پښتونخوا کې د روژې میاشتې له پېل سره په شخصي نښتو کې هم زیاتوالی راغلی دی. ارشیف -انځور

په خیبر پښتونخوا کې د روژې میاشتې له پېل سره سم په شخصي نښتو کې هم زیاتوالی راغلی دی. د روژې په لومړنیو ۱۰و ورځو کې د شخصي دښمنیو او د ځمکې پر سر لانجو کې ۱۴ تنه ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

پولیس وایي د خیبر پښتونخوا په ګڼو ضلعو کې زیاتره شخصي دښمنۍ د ځمکو پر سر وي او زیاتره وخت پکې د یوې یوې کورنۍ ګڼ غړي ووژل شي.

د خیبر پښتونخوا د چارسدې سټي تاڼې یو پولیس چارواکی جمال شاه وایي، روژه ماتي ته لږ وخت پاتې وو چې د حسېن اباد کلي دوه ګاونډیان په یوه نیمه مرله ځمکه له یو بل سره وران شول او خبره ډزو ته ولاړه، چې پکې څلور تنه ووژل شول.دغه پېښه د اپرېل پر ۱۷مه شوې چې پکې پنځه تنه ژوبل شوي هم دي. جمال شاه د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د پېښې اېف ايي ار درج شوی دی.

له دغې وروسته د اپرېل پر ۱۸مه په نوښار ضلعه کې یو تن د سرکاري ټیوب وېل پر سر، سره د خپلو زامنو د خپل ورور په کور حمله وکړه او هغه یې د یوې لور او نږور سره یو ځای وواژه. په دغه نښته کې اووه تنه ووژل شول چې پکې د وژل شوي تن درې زامن او په کور کې ناست یو مېلمه هم شامل دی. پولیس وایي، د دواړو وروڼو ترمنځ له ډېره وخته راهیسې په سرکاري ټیوب وېل کې د نوکریو پر سره لانجه روانه وه.

د چارسدې د نستې تاڼې محرر یونس خان د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، هره میاشت د دوی د تاڼې په حدودو کې داسې واقعات کېږي. ده وویل، زه خو دا وایم چې دا جاهلیت دی، ځمکه په ځای پاتې شي او خپل وروڼه او تره تربور یو بل ووژني، او خپلو بچو له دښمنۍ پرېږدي. نوموړی زیاتوي، باید خلک د جرګو له لارې د ځمکو شخړې هوارې کړي.


هم روانه میاشت په اېبټ اباد کې د رشتې په یوه شخړه کې د دوو ښځو په ګډون درې تنه ووژل شول.

په پاکستان کې د جرمونو د وجوهاتو څېړنو په اړه د یوې ادارې پاکستان سوساییټي اف کرېمېنالوجي مشر ډاکټر فصیح الدین مشال راډیو ته وایي، د جرمونو ګڼ علاقایي وجوهات هم وي چې د هوارولو په اړه یې ډېر کم کار کېږي.

نوموړي وايي:"دلته تربګنۍ دښمنۍ خو شته، خو د پولیسو کارروایي هم کمزورې ده، که د چا ترمنځ داسې مسلې وي نو باید پولیس پکې هم مثبت رول تر سره کړي، بله دا چې وسلې ډېرې په اسانه ملاوېږي، او د وسلې کلچر چې پر مونږ تپل شوی دې، لا هم شته او ختمول یې ضروري دي."

د اپرېل پر څلورمه د سوات ترهګرۍ ضد عدالت جج افتاب اپرېدی له خپلې مېرمنې زېنب بي بي، نږور کرن او لمسي محمد سنان سره له پېښوره سوات ته روان وو چې د موټروې د صوابۍ انبار انټرچېنج سره د وسله والو پر ډژو ووژل شو. پولیسو په خپل لومړني تحقیقاتي راپور کې ویلي چې دغه پېښه د کورنۍ شخړې له وجې شوې ده.

باید خلک د جرګو له لارې د ځمکو شخړې هوارې کړي.
یونس خان

په خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت داسې پېښې مخې ته راځي چې پکې د پولیسو تر مخه زیاتره وخت د زمکو د شخړو پر سر مرګونه کېږي، خو د روژې په میاشت کې اکثره په وړو وړو خبرو داسې پېښې زیاتې لیدل کېږي.

له باجوړه مولانا خانزېب مشال ردیو ته وایي، روژه د زغم او برداشت پېغام ورکوي خو خلک د روژې اصلي پېغام ته نه ګوري.

ده وویل: "له بده مرغه د پښتنو په ټولنه کې د علم او شعور کمی دی، قبایلي کرکې او نفرتونه دومره خواره شوي دي چې خلک د روژې په میاشت کې هم یو بل وژني. دا میاشت چې د صبر، زغم او ورورولۍ پېغام ورکوي خو موږ تر ټولو زیاته بې صبري په دې میاشت کې ښایو، باید پښتانه مشران د خپلو کشرانو تربیت ته هم زیات پام وکړي، یواځې په دې میاشت کې نه بلکې هسې هم موږ باید دې ته وګورو چې خپله ټولنه اوس څنګه له جنګه او ناامنۍ نه بهر کړو، د پښتنو په ټولنه کې د زغم او صبر لپاره ډېر کار کول دي."

بلخوا د خیبر پښتونخوا د مذهبي چارو د کمیټۍ او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی طفېل انجم مشال راډیو ته وایي، دوی کوښښ کوي چې د زمکو او یا د نورو خانداني شخړو د هوارولو لپاره د جرګو مرسته ترلاسه کړي.

انجم زیاتوي: "دا خو ډېره د افسوس خبره ده چې په روژه کې داسې پېښې زیاتې شي، زموږ حکومت د ځمکو او دا سې نورو شخړو د هوارولو لپاره د هرې ضلعې د وېلج کونسلونو په پټوار حلقو کې د شخړو د هوارولو لپاره مشاورتي جرګې جوړې کړي دي، په تاڼو کې مو هم داسې مشاروتي کمېټې جوړې کړي دي چې د ولس د زمکو شخړې هواروي."

بلخوا مولانا خانزېب وایي، باید په دې اړه په حکومتي کچه د پوهاوي یو پراخه کمپېن هم پېل کړای شي، چې پکې ولس ته وویل شي چې دځمکو د شخړو په ګډون خاندانې مسلې دې د جرګو او قانون ترمخه هوارې کړي او قانون دې په لاس کې نه اخلي.

XS
SM
MD
LG