د بشري حقونو دوه نړیوال ناحکومتي سازمانونه وايي، په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې اعدامونه په "ډراماټیک ډول" زیات شول.
د ایران بشري حقونو په اړه ناروې مېشتې ډلې او د فرانسې د مرګ د سزا ضد سازمان (ټوګیتر اګېنسټ ډېت پېنلټي) د اپرېل پر ۱۳مه په یو رپورټ کې ویلي دي چې د ایران حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې ۵۸۲ کسان پانسي (اعدام) کړي دي چې دا له ۲۰۱۵ز کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي دي چې نړیوالو غندنو تهران د اعدام سزاګانو له عملي کولو ګرځولی وو خو هلته حکومت په داسې حال کې د ولس د ځورولو لپاره د اعدام سزاګانو ته دوام ورکړی دی چې د مهسا امیني مړینې په هغه هېواد کې دننه او بهر د حکومت ضد مظاهرې وپارولې.
امیني د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په نیمايي کې د پوليسو په توقيف کې مړه شوې وه. د ګشت ارشاد په نوم پولیسو هغه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب په "سمه توګه" نه مراعتولو په تور نيولې وه. چارواکو د نوموړې د مړينې لامل د زړه درېدل بللي ول خو فعالان وايي چې هغه د پولیسو د تشدد له کبله بېهوښه شوې وه چې په روغتون کې یې سا ورکړه.
د ایران چارواکو د هغو احتجاجونو پر وړاندې له فشارونو کار واخیست چې د بشري حقونو ډلې وايي، مظاهرچیان "په مستقیم ډول په مرمیو هم ویشتل" شوي دي.
اخوا ایراني رژیم د مهسا اميني د وژنې خلاف مظاهرې "د بهرنيانو دسيسه" بللې وه.
تهران په ناروې او فرانسې کې د ناحکومتي سازمانونو د ارقامو په اړه څه نه دي ویلي. خو د ایران مشر قاضي په مارچ کې ویلي ول چې هغه ۲۲،۰۰۰ کسان یې بښلي دي چې د مهسا امیني تر مړینې وروسته د "پارېدلو بلوو" پر مهال ګرفتاره شوي ول.
ایران د مظاهرو پر مهال د انټرنېټي او مدني حقونو د فعالانو، خبریالانو، او وکیلانو په ګډون زرګونه کسان د حکومت پرضد د اواز پورته کولو په تور نیولي ول چې ګڼو ته یې د اعدام په ګډون سختې سزاګانې ورکړې دي.
ملګرو ملتونو په تېرو میاشتو کې په بیا بیا له ایرانیو چارواکو غوښتي چې د بندیانو د اعدامولو لړۍ دې ودروي.
د هغه هېواد په اکثرو ولایتونو کې د پراخو احتجاجي لاریونونو پر مهال د اخ و ډب په پېښو کې د امنیتي سرتېرو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته.