د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پر ایران د بندیانو د اعدامونو ودرولو غږ کړی


د محمد مهدي کرمي کورنۍ د هغه پر قبر د کورنۍ غړي ویر کوي.
د محمد مهدي کرمي کورنۍ د هغه پر قبر د کورنۍ غړي ویر کوي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ایراني چارواکو غوښتي چې د بندیانو د اعدامولو لړۍ دې ودروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن د جنورۍ پر نهمه په ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي چې د دوو نورو مظاهره چیانو محمد قبادلو او محمد بروغاني د ژر پېښېدونکي اعدام د خبر په اړه سخت اندېښمن دی.

د ایران دولتي رسنیو بیا د قضایه قوې په حواله خبر ورکړی، چې د دغو دوو کسانو د اعدام حکم په اجنډا کې نه دی.

ایران د جنورۍ پر اوومه، دوه بندیان محمد مهدي کرمي او محمد حسیني په دار وځړول او خلک اندېښمن دي چې ښايي ژر ځینې نور بندیان هم اعدام شي. تازه اعدام شوي هغه خلک دي چې په دې وروستيوو کې د مهسا اميني تر مرګ وروسته حکومت ضد احتحاجونو ګډونوال وو.

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر وژنې وروسته په هیواد کې پراخې مظاهرې پیل شوي دي. هغه د سیپتمبر پر ۱۶مه د ارشاد پوليسو په قید کې تر کوما وروسته مړه شوې وه. نوموړې د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه. چارواکو د نوموړې د مړينې لامل د زړه درېدل بللی وو.

په ایران کې حکومت د مظاهره کوونکو خلاف کارروایانې پیل کړي چې پکې خبریالان، وکیلان، فعالان، د ډیجیټل حقونو مدافعین او نور کسان د حکومت خلاف د غږ پورته کولو په تور نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG