د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ۲ مظاهرچیان په دار ځړولي دي


د ایران له عدلیې سره تړلی میزان اژانس لیکي چې سید محمد حسیني او  محمد مهدي کرمي د جنورۍ پر اوومه په دار ځړول شوي دي.
د ایران له عدلیې سره تړلی میزان اژانس لیکي چې سید محمد حسیني او  محمد مهدي کرمي د جنورۍ پر اوومه په دار ځړول شوي دي.

امریکا او اروپايي ټولنې په ایران کې دوو مظاهرچيانو ته د پانسۍ یا د مرګ سزا ورکول غندلي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د ایران له عدلیې سره تړلي خبري اژانس میزان د جنورۍ پر اوومه خبر ورکړ چې د "بسيج ځواک د یو سرتېري وژلو" په تور دوه کسان اعدام شوي دي.

اژانس د هغو کسانو نومونه محمد مهدي کرمي او محمد حسیني یاد کړي. خو د هغوی کورنیو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر اوومه پر ټوېټر ليکلي چې د ایران د رژیم له خوا د محمد مهدي کرمي او محمد حسیني اعدام "په کلکو ټکو غندي."

نوموړي زیاته کړې چې دا سزاوې د لاریونونو د ځپلو لپاره د رژیم د هڅو یوه مهمه برخه ده.

امریکايي چارواکو ویلي چې له خپلو متحدانو سره په ګډه هڅه کوي چې د دې ټولو پېښو حساب کتاب له ایران سره وکړي.

بلخوا د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشر جوزف بورېل ویلي چې اعدامونو خواشینی کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا د ایرانيو چارواکو له خوا پر ولسي مظاهرو د زور زیاتي یوه بله نښه ده.

په ایران کې له هغه راهیسې پراخې مظاهرې روانې دي چې د مهسا امیني په نامه نجلۍ د ۲۰۲۲ز کال په سېپټمبر کې د ایرانیو پولیسو په بند کې تر بېهوښه کېدو درې ورځې وروسته په روغتون کې مړه شوې وه.

د ۲۲ کلنې مهسا امیني مړینې په ایران کې دننه او بهر غوسه پارولې. هغه ایرانیو پولیسو د حجاب د قانون د ماتولو په تور نیولې وه او تر ګرفتارۍ درې ورځې وروسته مړه شوه.

یو پلو په دې احتجاجونو کې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي او بل پلو ایرانیو چارواکو په زرګونه کسان نیولي او یوشمېر کسانو ته یې د مرګ سزا په ګډون سختې سزاګانې ورکړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG