د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران مشر قاضي وايي د مظاهرو پر مهال يې ګرفتاره شوي ۲۲،۰۰۰ تنه بښلي دي


د ایران مشر قاضي غلام حسین محسني اژه يي - پخوانی انځور.
د ایران مشر قاضي غلام حسین محسني اژه يي - پخوانی انځور.

د ایران مشر قاضي وايي، هغه ۲۲،۰۰۰ کسان یې بښلي دي چې د مهسا امیني تر مړینې وروسته د "پارېدلو بلوو" پر مهال ګرفتاره شوي ول.

مشر قاضي غلام حسین محسني اژه يي د مارچ پر ۱۳مه د هغه هېواد د عدلیې سترې شورا ته وویل چې د بښل شویو له ډلې څخه یې "کم شمېر کسان بندیان" ول او پاتې کسان سزا شوي او یا هم د سزا اورول کېدو په انتظار ول.

قاضي اژه يي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو تر دې مخکې یې ویلي ول چې په وروستیو کې د مظاهرچیانو په ګډون تر ۸۰،۰۰۰ زیات کسان بښل شوي دي.

په ایران کې د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په نیمايي کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې. نوموړې د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه او د هغوی په بند کې تر بېهوښه کېدو درې ورځې وروسته په روغتون کې مړه شوې وه.

د امیني مړینې په ایران کې دننه او بهر مظاهرې وپارولې. پولیس وايي، هغه د زړه درېدو له کبله مړه شوې وه خو مظاهرچیان وايي، د هغې د مرګ لامل د پولیسو تشدد وو.

ایران د مظاهرو پر مهال زرګونه کسان نیولي ول چې ورڅخه یې یوشمېر ته د اعدام په ګډون سختې سزاګانې ورکړې دي.

ملګرو ملتونو په تېرو میاشتو کې په بیا بیا له ایرانیو چارواکو غوښتي چې د بندیانو د اعدامولو لړۍ دې ودروي.

د هغه هېواد په اکثرو ولایتونو کې د پراخو احتجاجي لاریونونو پر مهال د اخ و ډب په پېښو کې د امنیتي سرتېرو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG