د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له سعودي ولیعهد سره د یمن جګړې پر ختمولو غږېدلی دی


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پرمهال ـ پخوانی عکس
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پرمهال ـ پخوانی عکس

د امريکا ملي امنيت سلاکار جیک سولېوان د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ایران پر موضوع او په یمن کې د جګړې پر پای ته رسولو خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د اپرېل پر ۱۱مه په هغو ټېلېفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو مسايلو بحث وشو.

دا خبرې تر هغه وروسته شوې دي چې چين په وروستیو کې د منځني ختيځ د دوو مهمو هېوادونو، سعودی عرب او ایران ترمینځ د اړیکو بحالولو کوښښ کړی دی. له هغه بهيره امريکا ليرې ساتل شوې وه.

د ایران او سعودی عرب بهرنیو چارو وزیرانو تېره اوونۍ په بیجېنګ کې سره وليدل او د یوشمېر کلونو خرابو اړيکو د سمولو موافقه یې وکړه.

داراز، سعودي عرب په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو خلاف خپله جګړه هم درولې ده او له هغوی سره یې د سولې مذاکرات پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي یو تخنیکي پلاوی یې د اپرېل پر ۱۲مه په سعودي عرب کې د سفارتي ماموریتونو بیا پرانیستو په برخه کې د اړینو اقداماتو په موخه هغه هېواد ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG