د سعودي عرب او عمان پلاوي د يمن په پلازمېنه صنعا کې له حوثي چارواکو سره کتلي دي.
په يمن کې د حوثي ياغيانو تر ادارې لاندې د سبا په نامه سرکاري رسنۍ ويلي چې د اپريل پر نهمه شويو خبرو کې د يمن حوثيانو سترې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ويلي چې باعزته سوله غواړي.
د سعودي حکومت هڅه کوي چې په يمن کې روانه کړې د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه او دایمي اوربند وکړي.
ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې د سعودي عرب لخوا د بندو کړو يمني بندرګاوو خلاصولو او د يو بل په وړاندې جګړې ودرولو په اړه خبرې وکړي.
په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکيو حوثي ياغيانو په ۲۰۱۴ز کال کې د سعودي عرب ملاتړ لرونکی حکومت چپه کړ.
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ایتلاف په ۲۰۱۵ز کال کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر ضد له حکومتي ځواکونو سره د مرستې لپاره په یمن کې مداخلت پیل کړ.
په جګړه کې تراوسه په زرګونو کسان وژل شوي او د يمن ۸۰ فېصده خلک یې په نړيوالو بشري مرستو تکيه کولو ته مجبوره کړي دي.
د یمن او سعودي عرب ترمینځ مذاکرات عمان کوي. د سولې دا خبرې تر هغه وروسته چټکې شوې چې تېره مياشتايران او سعودي د چين په منځګړيتوب د سفارتي اړیکو بيا بحالي پيل کړه.