د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو تخنیکي پلاوی یې سعودي عرب کې د خپلو سفارتي ماموریتونو بیا پرانیستو لپاره هغه هېواد ته رسېدلی دی.
د وزارت ویاند ناصر کنعاني د اپرېل پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې د ایران پلاوی په ریاض کې د سفارت او په جده کې د قونسلګرۍ د خلاصولو لپاره اړین اقدامات کوي.
دا تر هغې وروسته ده چې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر اتمه وویل چې یو پلاوی یې په تهران کې د سفارت او په مشهد کې د قونسلګرۍ پرانیستلو په اړه د خبرو لپاره هغه هېواد ته تللی دی.
د دواړو هېوادونو چارواکو په وروستیو کې د سفارتي اړیکو بحالۍ لپاره یوشمېر ملاقاتونه کړي دي.
په مارچ کې د سیمې د هغو دوو ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د اړيکو بيا بحالولو لپاره د چين په منځګړيتوب هوکړه وشوه.
تر دې وړاندې د اپرېل پر شپږمه په بیجنګ کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود او د هغه د ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان ترمینځ د اووه کلونو په موده کې لومړی رسمي ملاقات شوی وو.
سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړي ول چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور اچولی وو.
تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړی ول.