د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي او ايران بهرنيو چارو وزیران په ملاقات کولو سلا شوي دي


ايران او سعودي عرب د چين په منځګړيتوب د سفارتي اړيکو بیا رغولو تړون کړی. پخوانی انځور
ايران او سعودي عرب د چين په منځګړيتوب د سفارتي اړيکو بیا رغولو تړون کړی. پخوانی انځور

د سعودي عرب او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د روژې د میاشتې د پیل په مناسبت ټېلېفوني خبرو کې ژمنه کړې چې د دوه اړخیزې پخلاینې د تاریخي تړون پلي کولو لپاره به ډېر ژر سره وګوري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۳مه پر ليکلي چې د سعودي وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، خپل ایراني سیال حسین امیر عبدالحیان ته ټېلېفون کړی وو او دواړو یو بل ته د روژې د میاشتې مبارکي ورکړه چې په دواړو هیوادونو کې د نن (مارچ ۲۳مه) پیل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دواړو وزیرانو هوکړه وکړه چې ډېر ژر به دوه اړخیزه ناسته وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمينځ د سفارتونو او قونسلګریو د بیا پرانيستلو لپاره لاره هواره شي."

سعودي چارواکو ویلي چې د وزیرانو راتلونکې ناسته د چین په منځګړیتوب د روانو خبرو اترو یو بل ګام دی. دواړه هیوادونه د مارچ پر ۱۰مه د یو بل سره اووه کالونه وروسته سفارتي اړیکو په بشپړ ډول په بیا رغولو سلا شوي ول.

سعودي تر هغه وروسته د ایران سره اړیکې پرې کړې وې کله چې په ۲۰۱۶ز کال کې ایراني مظاهره چیانو په سعودي عرب کې د شیعه عالم نمرالنمر له اعدام وروسته د سعودي پر سفارت خانه برید وکړ.

تمه کېږي چې ایران او سعودي عرب به په دوه میاشتو کې خپل سفارتونه او ماموریتونه بیرته پرانېزي او د امنیتي او اقتصادي همکاریو هغه تړونونه عملي کړي چې څه باندې ۲۰ کاله وړاندی یې لاسلیک کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG