د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي او ايران بهرنيو چارو وزیرانو ملاقات کړی دی


د ايران او سعودي عرب بهرنيو چارو وزيرانو د اپرېل پر شپږمه له یو بل سره ولیدل.
د ايران او سعودي عرب بهرنيو چارو وزيرانو د اپرېل پر شپږمه له یو بل سره ولیدل.

د سعودي عرب او د ايران بهرنيو چارو وزيرانو په چین کې لومړۍ رسمي غونډه کړې ده.

د سعودي عرب سرکاري ټېلېوېژن الاخباريه ويلي دي چې دا د اووه کلونو په موده کې د دواړو هېوادونو د لوړپورو ډېپلوماټانو لومړۍ رسمي غونډه ده.

دواړو هېوادونو ويلي چې د اپرېل پر شپږمه په بیجنګ کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود او د هغه د ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان ترمینځ ملاقات د سیمه ییزو ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره د یوې هوکړې له مخې شوی دی.

دواړه هېوادونه د مارچ پر ۱۰مه د چين په مینځګړيتوب تر اووه کلونو وروسته په بشپړ ډول د سفارتي اړیکو په بیا رغولو سلا شول.

سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړل چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور واچاوه.

تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG