د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي چارواکي د سفارتي ماموریتونو پر بیا پرانیستو د خبرو لپاره ایران ته تللي دي


د اپرېل پر شپږمه د ایران د بهرنیو چارو وزیر (له کیڼ لوري لومړی) په بیجنګ کې له خپل سعودي سیال (له ښي لوري لومړی) سره ولیدل.
د اپرېل پر شپږمه د ایران د بهرنیو چارو وزیر (له کیڼ لوري لومړی) په بیجنګ کې له خپل سعودي سیال (له ښي لوري لومړی) سره ولیدل.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې د سفارت او په مشهد کې د قونسلګرۍ پرانیستلو په اړه له ایرانیو چارواکو سره خبرې کوي.

وزارت د اپرېل پر اتمه په بیان کې ویلي، سعودي چارواکي د چارو د کړنلارې ټاکلو لپاره د خبرو په موخه ایران ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې د هغو دوو ځواکمنو هېوادونو ترمینځ په مارچ کې د اړيکو بيا بحالولو لپاره د چين په منځګړيتوب هوکړه وشوه.

تر دې وړاندې د اپرېل پر شپږمه په بیجنګ کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود او د هغه د ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان ترمینځ د اووه کلونو په موده کې لومړی رسمي ملاقات شوی وو.

سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړي ول چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور اچولی وو.

تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړی ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG