د لاسرسي ځای

تازه خبر

حوثي یاغیان وايي، پر سعودي نور بریدونه نه کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په یمن کې حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورته حاصل دی، په یو تازه بیان کې ویلي چې پر سعودي به د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه ودروي.

دوی دا اعلان یوه اوونۍ وروسته له هغې کړی چې د سعودي د تېلو پر تنصیباتو د بریدونو مسولیت دغې ډلې قبول کړی وو. د دغو بریدونو له وجې د سعودي عرب د تېلو پیداوار نیم په نیمه اغېزمن شوی وو.

د حوثي یاغیانو د عالي شورا مشر مهدي المصحت د سېپټمبر پر ۲۰مه په یو بیان کې ویلي،دوی هر ډول بریدونه بندوي او اوس به دوی د سعودي له غاړې د مثبت پیغام اورېدو ته په تمه وي.

امریکا او سعودي ګومان کوي چې د سعودي د تېلو پر ځایونو د بریدونو تر شا د ایران لاس دی او خبرداری یې هم ورکړی چې د بریدونو د ودرولو لپاره به له هرې ممکنې لارې نه کار واخلي. خو ایران په دغو بریدونو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG