امریکا غواړي، په یمن کې د انساني بحران له کبله، د "حوثي یاغیانو" د یوې ترهګرې ډلې په توګه نومول وځنډوي او په دغه اړه د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتظامیې پریکړه بیرته واخلي.
د امریکا بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي د فبرورۍ پر پنځمه تصدیق وکړ چې د کانګرس غړیو ته د انتظامیې د پلان په اړه مالومات ورکړل شوي دي.
دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر جوبایډن یوه ورځ وړاندې د یمن پر ضد د سعودي عرب په مشرۍ له پوځي ایتلاف سره د مرستو ختمولو اعلان وکړ.
ملګرو ملتونو د دې پریکړې هر کلې وکړ او هیله یې ښکاره کړه چې له دې سره به د یمن ملینونو خلکو ته بشري مرستې ترلاسه شي.
سازمان د یمن حالت د نړۍ تر ټولو بدتر بشري بحران بولي چیرته چې د هېواد د ۲۹ میلیونه خلکو ۸۰ فیصده د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ایتلاف په ۲۰۱۵ز کال کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر ضد له حکومتي ځواکونو سره د مرستې لپاره په یمن کې مداخلت پیل کړ.
په دې جګړه کې تراوسه د دیرشو زرو عادي وګړو په ګډون یو لکه ۳۰زره کسان مړه شوي او خواوشا درې میلیونه بې کوره شوي دي.