د هند په غوره ليګ شل اووره کرکټ سیاليوو کې نن (د اپريل پر لسمه) رايلز چيلنجرز بنګلور د لکهنوو سپر جاینټس په وړاندې لوبه کوي.
دا سیالي د پېښور په وخت د شپې پر اتوو بجې په بنګلور کې پيليږي.
د اپريل پر نهمه د دې سیاليوو په يوه لوبه کې سن رایزرز حيدر اباد، پنجاب کينګز ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه.
په همهغه ورځ يوه بله لوبه، کولکته نایټرايډرز له ګجرات ټايټنز څخه په ۳ ويکټو وګټله. د دې سیالۍ مهمه خبره د کولکته نایټ رايډرز د لوبغاړي رينکو سېنګ په اخري پينځوو بالونو پينځه شپږيزې وهل او د ګجرات ټايټنز د لوبډلې مشر، افغان لوبغاړي راشد خان هيټرېک وو.
دا په شل اووره کرکټ کې د راشد خان څلورم هیټرېک وو. هيټرېک په کرکټ کې په پر له پسې دريوو بالونو درې ويکټې اخیستلو ته وايي.