د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي، روسیې تر اوسه د دوی ۲۶۲ لوبغاړي وژلي دي


 د اوکراین د لوبو وزیر وادیم هوتسېت د اپرېل پر لومړۍ نېټه د جېمناسټک لوبو د نړیوال فیډرېشن له مشر موریناري وطنابې سره لیدلي دي.
د اوکراین د لوبو وزیر وادیم هوتسېت د اپرېل پر لومړۍ نېټه د جېمناسټک لوبو د نړیوال فیډرېشن له مشر موریناري وطنابې سره لیدلي دي.

د اوکراین حکومت وايي، د روسیې جګړې تر اوسه د دوی ۲۶۲ لوبغاړي وژلي او د لوبو لپاره جوړ ۳۶۳ ځایونه یې وران کړي دي.

دا خبره د اوکراین د لوبو وزیر وادیم هوتسېت د اپرېل پر لومړۍ نېټه د جېمناسټک لوبو د نړیوال فیډرېشن له مشر موریناري وطنابې سره د لیدو پر مهال کړې ده.

د نوموړي دا خبرې داوکرایني ولشمسر وولادیمیر زېلینسکي پر ویبپاڼه خپرې شوې دي. ده ویلي چې د روسیې یوه لوبغاړي ته هم باید په اولمپک او نورو سیالي کې د برخې اخیستو اجازه ورنکړل شي.

د ده په وینا، دوی ټول د دې جګړې ملاتړ کوي او په هغو غونډو کې ګډون کوي چې د دې جګړې په ملاتړ کې جوړېږي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG