د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراین د روسیې یرغل یو کال: زېلېنکسي وايي مسکو "باید هرومرو ماتې وخوري"


ولسمشر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه په کییف کې پر اوکراین د روسیې یرغل کال پوره کېدو په غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه په کییف کې پر اوکراین د روسیې یرغل کال پوره کېدو په غونډه کې ګډون وکړ.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې "روسیه باید هرومرو" په هغه هېواد کې "ماتې وخوري."

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر هغه هېواد د روسیې یرغل دویم کال ته داخل شو او د هېواد په ختیځ او سوېل کې سختې نښتې روانې دي.

د لویدیز هېوادونو د جګړې د یوه کال پوره کېدو په مناسبت له کییف سره خپل "دوامداره او کلک ملاتړ بیا تایید" کړی.

زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۴مه پر ټولنیزو شبکو اوکراینیانو ته په پیغام کې وویل، "د فبرورۍ پر ۲۴مه، موږ – مېلیونونو وګړو – یو انتخاب وکړ: سپین بیرغ نه بلکې، شین او ژیړ بیرغ."

ده په پیغام کې وویل، "تېښه نه، بلکې مقاومت. د دښمن پر وړاندې مقاومت. مقاومت او مبارزه!! دا د درد، افسوس، ایمان او یووالي کال وو او دا زموږ د بې کفایتۍ کال دی."

زېلېنسکي زیاته کړه چې پوهېږي چې دا "به زموږ د بریا کال" وي.

نوموړي د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنییس کې یوې بلې غونډې ته په ویډیويي وینا کې وویل، "یوازې په اوکراین کې ماتې به" د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د "پراختیا پالیسۍ مخه ونیسي."

وولودیمیر زېلېنسکي زیاته کړه، "روسیه باید هرومرو په اوکراین کې ماتې وخوري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په بیان کې ویلي دي چې هېواد یې له اوکراین سره یو ځای ولاړ دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د برید کال پوره کېدو په مناسبت په بیان کې ویلي دي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړې "کورنۍ له یو بله جلا کړې، مېلیونونه وګړي یې د خپلو ټولنو او سیمو پرېښودو ته اړ کړل، کورونه، ښوونځي، روغتونونه او نوره ولسي بېخبنا یې ړنګه کړه، د خوړو نړیوال بحران یې لا ژور کړ، د انرژۍ بازار یې بې ثباته کړ او د نړۍ سوله او امنیت یې کمزوري کړل."

روسیې تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې په اوکراین کې ملکي وګړو او ودانیو ته زیان نه رسوي.

له دې پرته ولسمشر پوتین په تېر یو کال کې ټینګار کړی دی چې په اوکراین کې د خپلو اهدافو تر ترلاسه کولو پورې خپلو "ځانګړو عملیاتو" ته دوام ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې قرارداد

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په لوی اکثریت له روسیې غوښتي چې "بې له شرطه" او "ژر دې" له اوکراینه خپل سرتېري وباسي.

د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې له ۱۹۳ غړو څخه یې ۱۴۱ د فبرورۍ پر ۲۳مه د یوه پرېکړه لیک له لارې له اوکراین سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

روسیې او شپږو نورو هېوادونو چې پکې بېلاروس، شمالي کوریا، ارېټریا، مالي، نېکاراګوا او سوریه (شام) شامل دي، د هغه قرارداد پرضد رایه ورکړه.

بلخوا د چین، هند، ایران او جنوبي افریقا په ګډون ۳۲ هېوادونو خپله رایه و نه کاروله.

د ملګرو ملتونو ۱۴۱ غړو هېوادونو د فبرورۍ پر ۲۳مه عمومي جرګې د پرېکړه لیک حق کې رایه ورکړه.
د ملګرو ملتونو ۱۴۱ غړو هېوادونو د فبرورۍ پر ۲۳مه عمومي جرګې د پرېکړه لیک حق کې رایه ورکړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي چې روسیه له هغه جنګ سره داسې "یوازې پاتې شوې لکه یو کال وړاندې چې وه."

هغې زیاته کړه چې نړیوال سوله غواړي او دا خبره یې په ملګرو ملتونو کې په "ګډه واضحه" کړه.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دېمېترو کولېبا د پرېکړه لیک په اړه خپل اطمینان وښود او و یې ویل چې روسیه د "نړیوال نظم په کمزوري کولو کې ناکامه" شوی او دا چې د اوکراین د ملاتړ اتحاد پیاوړی او پراخه پاتې شو.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د اوکراین د "خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا" ملاتړ بیاتایید شو او د اوکراین پر یوشمېر برخو یې د روسیې د "قبضې دعوې" رد کړې.

د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې پرېکړه لیکونه لازم الاجرا نه وي خو د نړیوالې ټولنې د نظر او دریځ ښکارندويي کوي.

پر اوکراین د روسیې بریدونو زیاتېدل

په همدې حال کې روسیې په ختیز اوکراین کې خپل بریدونه زیات کړي دي. خو په کییف کې چارواکو د فبرورۍ پر ۲۳مه وویل، اوکراینیو ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۲مه په ختیځو سیمو دونېڅک او لوهانسک کې د روسیې "ګڼې حملې ناکامه" کړې دي.

د اوکراین د پوځ یو مشر په خپله ورځنۍ خبرتیا کې وویل چې روسیې د دونېڅک په بخموت، لایمن، افدیېفکا او شختارسک سیمو په ګډون د خارکیف په کوپیانسک سیمه کې د توپخانو بریدونه پیل کړي دي.

د پوځ مشر وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پوځ په دونېڅک سیمه کې له پینځو خواوو د روسیو ځواکونو شاوخوا ۹۰ بریدونه په شا تمبولي دي.

شنونکي وايي، د روسیې حملو زیاتېدو یو هدف ښايي د اوکراین د ځوابي بریدونو قوت ختمول وي. د برتانیې د امنیتي او دفاعي چارو څېړنیز مرکز (RUSI) څېړونکي جسټن برونک په وروستیو کې اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته وویل چې که کییف له غربه نوي ټانکونه ترلاسه کړي نو د روسیو ځواکونو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ کولای شي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00

له اوکراین سره د غرب ملاتړ هوډ

په عین وخت کې غربي هېوادونو د اوکراین د "کلک ملاتړ" هوډ ښوولی دی. امریکايي ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ پر ۲۱مه د پولینډ په مرکز وارسا کې په وینا کې وویل، "نړۍ د کيیف سقوط ته تياره وه خو کيیف مضبوط ،جګ او له وياړ سره ولاړ دی او تر ټولو مهمه دا چې ازاد ولاړ دی."

بایډن زياته کړه چې روسيه به کله هم پر اوکراين بريا ترلاسه نه کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې نوموړی په ناڅاپي سفر کییف ته ورغی او هلته یې له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره ولیدل.

اخوا اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي د جګړې له پیل راهیسې له غربي متحدانو څخه پوځي او نورو مرستې غوښتې دي. نوموړي د فبرورۍ پر اتمه برتانیا ته د سفر پر مهال له لویدیز هېوادونو څخه د جنګي الوتکو غوښتنه وکړه.

امریکا او اروپايي ټولنې د جګړې له پیل راهیسې اوکراین ته د اربونو ډالرو وسلې، مهمات او نورې مرستې ورکړې دي.

د روسي ولسمشر دریځ

په همدې حال کې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۱مه په خپله وینا کې دعوه وکړه چې "د روسیې وجود ته د لویدیځ له خوا خطر" دی.

نوموړي د روسیې وفاقي جرګې ته په وينا کې "د اوکراين او نورو مسلو په اړه خپلې پخوانۍ او زیاتره پر درواغو ولاړه بیانیه تکرار کړه او پر لویدیځ يې خپله غصه څرګنده کړه."

ولسمشر پوتین زیاته کړه، " دا هغوی ول چې جګړه يې پیل کړه او موږ يې د ختمولو لپاره قوت کاروو."

د اوکراین جګړه او بشري ناورین

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه چې روسي ولسمشر په اوکراین کې د "ځانګړو عملیاتو" اعلان وکړ نو د نړۍ زیاتره هېوادونو هغه اقدام یرغل وباله او غربي هېوادونو پر روسیې نوي او پراخ بندیزونه عملي کړل.

د یو کال په موده کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي او مېلیونونه نور زښت ځپل شوي دي.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې وویل چې له اټکل سره سم، دا وخت ۲۱،۸ مېلیونه اوکراینیان بشري مرستو ته اړتیا لري. هغه سازمان د فبرورۍ پر ۱۵مه وویل، د اوکراینیانو د مرستې لپاره د ۵،۶ اربه (مېلیارده) ډالرو ضرورت دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټېن ګرېفېتس په یوه بیان کې وویل، "د جګړې له وجې هره ورځ په زیاتېدونکي شمېر کې وژنې او تباهۍ کېږي او جنګ د خلکو د کډوالېدو لامل کېږي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG