د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د زکات وېشلو پر مهال ګډوډۍ کې ۱۲ کسان وژل شوي


د مارچ پر ۲۷مه، په پېښور کې زنانه د ارزانه اوړو اخیستو ته انتظار کوي.
د مارچ پر ۲۷مه، په پېښور کې زنانه د ارزانه اوړو اخیستو ته انتظار کوي.

د سېند د صنعتي زون په یوه شخصي کارخانه کې د زکات وېشلو پر مهال د ګډوډۍ له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۲ نور زخمیان دي.

د سېند د محنت او افرادي قوت وزیر سعید غني چې له پېښې وروسته هلته ورغلی وو، خبریالانو ته یې ویلي چې په وژلو شویو کې نهه ښځې او درې ماشومان دي.

چارواکي او عیني شاهدان وايي، د مارچ پر۳۱مه، د کیماړۍ په صنعتي او کاروباري زون کې د رنګونو د یوې کارخانې مالک د زکات د وېش لپاره سلګونه کسان ور بللي وو چې ډېری یې مېرمنې وې او له هغوی سره یې ماشومان هم ول. د کارخانې په احاطه کې د قطار جوړولو مناسب انتظام نه وو، او دغلته د ګډوډۍ له امله یو شمېر ښځې او ماشومان تر پښو لاندې شوي دي.

د ایدهي خیریه اداره او د ژغورنې ادارې وايي چې نهه زخمیان د ښار عباسي شهید هسپتال او ۳ نور سیول روغتون ته وړلی شوي دي.

د کیماړۍ ډېپټي کمېشنر مختیار ابړو ویلي چې د کارخانې مالک د ضلعي انتظاميې څخه د غونډې جوړولو اجازه نه وه اخیستې او نه یې د امنیت لپاره د پولیسو غوښتنه کړې وه. نوموړي زیاته کړه چې د کارخانې اووه کارکوونکي يې نيولي او د مالک په نیولو پسې یې ګرځي.

د سېندوزيراعلا مراد علي شاه په پیښه د خپل غم او خواخوږۍ څرګندونه کړې او د کراچۍ له کمېشنر محمد اقبال ميمن نه يې په دغه اړه رپورټ غوښتی دی.

وزيراعلا وویل چې د راشن د وېش او له فلاحي کارونو نه وړاندې باید انتظامیې ته خبر ورکړل شي. نوموړي وروسته اعلان وکړ چې صوبايي حکومت به د مړو کورنیو ته پنځه پنځه لکه او ژوبلو ته به یو یو لک روپۍ مالي مرسته ورکوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (ایچ ار سي پي) د مارچ پر ۳۱مه پر ټویټر په یو بیان کې وویل چې "د حکومت لخوا د جوړو شويو د اوړو ویشلو مرکزونو کې د بې نظمۍ له امله ژوره اندیښنه لري."

کمېشن د کراچۍ پېښه "په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ" بللې او زیاته کړی یې ده چې "دا وضعیت د پاکستان د هغه محرومو خلکو سپکاوی دی، څوک چې پر ریاست د غالبو اشرافو لخوا د دوامداره "اقتصادي بې انصافۍ" سره مخامخ دي. "

اېچ ار سي پي پر حکومت غږ کړی چې د وېش سیسټم دې ښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په هغه هیواد کې د روژې په راتګ وار له مخه د خوراکي شیانو بیې لوړې شوې دي.

د مارچ پر ۲۳مه د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د سرکاري ارزانه اوړو ترلاسه کولو په وخت په ګڼه ګوڼه کې یو تن وژل شوی وو. د پېښې پر ضد مظاهره هم شوې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مارچ په پیل کې په روژه کې د هېواد بې وزله وګړو ته د وړیا اوړو ورکولو اعلان وکړ خو د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د وېش په بهیر کې د ستونزو یادونه کړې ده او داراز وايي چې په اکثرو ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي. د مارچ پر ۳۰مه په یکه غونډ کې د مېرمنو په ګډون یوه مظاهره هم شوې وه چې پکې خلکو غوښتنه کوله چې د اوړو د وېش بهیر دې اسانه کړل شي.

XS
SM
MD
LG