د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وایي په اوکرایني ډرون برید کې ۳ کسان ژوبل شوي دي


په بخموت ښار کې اوکراینۍ ډرون د روسیې ځواکونو د څارنې لپاره پریښودل کیږي ـ د مارچ ۵ مې انځور
په بخموت ښار کې اوکراینۍ ډرون د روسیې ځواکونو د څارنې لپاره پریښودل کیږي ـ د مارچ ۵ مې انځور

روسیې ویلي دي چې د هغه هیواد دفاعي نظام د مارچ پر ۲۶مه پر یو ښارګوټي د اوکراین بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ کسان ټپیان شوي او ځینې کورونه زیانمن شوي دي.

کيیف په دې اړه لا څه نه دي ويلي. خو له دې مخکې يې د روسیې هغه ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې د دوی بې پیلوټه الوتکې د روس خاورې ته ننوتي دي او عامه ځایونو ته یې زیانونه اړولي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو په جنوب کې په ۲۲۰ کیلومیټرۍ کې د تولا په سیمه کې د کیرییفسک په ښارګوټي برید د اوکراین بې پیلوټه الوتکې کړی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل وکړ. له هغه وروسته تر اوسه جګړه روانه ده. د تېر کال په ډېسېمبر کې هم د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې وه چې اوکرایني ډرون الوتکو یې ځینو ځایونه ویشتلي او مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG