د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي، د اوکراینۍ ډرون الوتکې ملبې یې درې عسکر وژلي


د دفاع وزارت بیان زیاتوي چې اوکرایني ډرون ښکته پرواز کاوه چې دوی په نښه کړی دی.
د دفاع وزارت بیان زیاتوي چې اوکرایني ډرون ښکته پرواز کاوه چې دوی په نښه کړی دی.

د روس د دفاع وزارت تایید کړې چې د ډېسېمبر پر ۲۶مه د اوکراین د ډرون الوتکې ملبې درې روسي امنیتي عسکر وژلي دي.

یاد وزارت ادعا کوي چې له نیمې شپې وروسته یې په ساراټوف سیمه کې د هوايي ځواک پر مرکز د اوکراین ډرون ویشتلی او غورځولی دی.

د دفاع وزارت بیان زیاتوي چې اوکرایني ډرون ښکته پرواز کاوه چې دوی په نښه کړی دی.

په عین حال کې د روسیې رسنیو خبر ورکړی چې بیګا د روسي هوايي ځواک په دې مرکز کې چاودنې اورېدل شوې دي.

په روانه میاشت کې دا دویم ډرون برید دی چې ماسکو یې تور په کیېف پورې کوي.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر پنځمه نېټه روسیې ادعا کړې وه چې په اوکراین کې د جګړې له میدانه په سلګونو کلومیټره لرې د دوی پر مرکز اوکراین ډرون برید کړی دی.

اوکراین تر اوسه د دې ډرون برید په اړه څه نه دي ویلي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراین بې له څه وجې یرغل پیل کړ چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG