د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ نواز شريف عدالت ته غوښتی


د پاکستانی پخوانی وزیراعظم نوازشریف
د پاکستانی پخوانی وزیراعظم نوازشریف

د اسلام اباد های کورټ په ایون فیلډ قضيو کې پخواني وزيراعظم نواز شريف ته د اورولې شویو سزاګانو پرضد په اپيلونو کې د اورېدنې پرمهال ويلي چې د سېپټمبر پر ۱۰مه نوازشريف عدالت ته حاضر شي.

د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه د اسلام اباد های کورټ دوه کسېزه بنچ نواز شريف ته د احتساب عدالت لخوا په العزيزيه سټيل مل او ایون فيلډ قضيو کې اورولې شویو سزاګانو او مريم نواز او د هغې خاوند کپټن ريټايرډ محمد صفدر ته په ایون فيلډ قضيه کې اورولې شویو سزاګانو پرضد داير کړل شویو درخواستونو اورېدنه وکړه.

په دغه موقعه د مريم نواز علاوه د مسلم ليګ (ن) يو شمېر پارلېماني استازي او کارکنان هم په عدالت کې موجود ول.

د اورېدنې پیلېدو وروسته عدالت د نواز شريف وکيل خواجه حارث پوښتنه وکړه د ضمانت موده پورکېدو وروسته نواز شريف ته عدالت ته وړاندې کيدل نه و پکار؟

په جواب کې د خواجه حارث وينا وه، نواز شريف د علاج لپاره له ملک بهر تللی نوموړي ته چې کومې ناروغۍ دي د هغې علاج په پاکستان کې نه کېږي، نواز شريف بيان حلفي ورکړې ده چې د ښه کيدو وروسته ډاکټرانو په اجازې سره به پاکستان ته واپس راځي.

د نواز شريف ناروغۍ له کبله اسلام اباد های کورټ د پروسږ کال په اکتوبر مياشت کې په العزيزيه سټيل مل قضيه کې د نوموړي سزا تر اتوو اونيو لپاره ځنډولې وه.

عدالت په خپله فېصله کې ويلي وو د نواز شريف طبيعت که په ياده موده کې هم ښه نه شو نو ضمانت موده غځولو لپاره دې بيا له پنجاب صوبايي حکومت سره تماس ونيسي.

د دلايل اورېدلو وروسته عدالت نواز شريف ته د سېپټمبر پر۱۰مه د حاضرېدو حکم ورکړ او مريم نواز او کپټن ريټايرډ محمد صفدر په اپيلونو يې اورېدنه د سېپټمبر تر ۲۳مې پورې وځنډوله.

عدالت ته وړاندې کيدو مخې مريم نواز په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل چې کله د نواز شريف علاج مکمل شي او حالت يې له خطره بهر شي نو په بله ورځ به پاکستان ته راغلې وي.

نوموړې وايي، پلار خو مې دا غواړي چې پاکستان ته راشي خو موږ دا نه غواړو چې د علاج مکملولو وړاندې هغوی واپس پاکستان ته راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) د مشر مرستیاله او د پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز ویلې وه، د اوږدې مودې خاموشۍ تر شا ځينې وجوهات ول.

مريم نواز دا خبره تر هغې ساعتونه وروسته خبریالانو ته وکړه چې د اګست پر ۱۱مه په لاهور کې د احتساب قامي ادارې (نیب) عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال د هغې د ملاتړو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.

د مسلم ليګ (ن) پلویانو پر پوليسو د کاڼو وورول او پوليسو ورباندې اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

مریم نواز تر اوږدې خاموشۍ وروسته بیا ولسي سیاست پیلوي؟

تر دې وروسته مريم نواز په خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې دومره موده ولې خاموشه وه وويل:

"ما له ميا [نواز شریف] صاحب سره [لندن ته] تلل غوښتل ځکه چې ما غوښتل تيمارداري يې وکړم. له ما سره د هغه دواګانې او انجېکشنې وې. خو زه يې د يو پلان له مخه له ميا صاحب سره تګ ته پرېنښووم. نو زه دې نتيجې ته ورسېدم چې زه يې دلته يرغمله ساتلې وم."

مریم نواز وویل، همدا لامل وو چې غلې پاتې شوه ځکه فکر یې کاوه چې "که خبره" وکړي "نو هغوی به ميا صاحب ته د زیان رسولو کوښښ" وکړي او نه یې غوښتل چې د هغه درملنه له "خنډ" سره مخامخ شي.

نوموړې دا و نه ویل چې چا لندن ته نه وه پرېښې یا څوک نواز شریف ته زیان رسول غواړي.

په پاکستان کې چې اکثر سیاستوالان د چا نوم نه اخلي او په نامستقیم ډول تورونه پورې کوي نو اشاره یې د هېواد پوځ او یا هم ټولې امنیتي ادارې یا اېسټېبلېشمنټ ته وي.

خو د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې د مسلم لیګ (ن) د مشرانو دا ډول تورونه رد کړي او په بیا بیا یې ټینګار کړی چې د هېواد په سیاسي چارو کې یې رول نه لري.

مريم نواز ۲۰۱۹ز کال د اګست په مياشت کې په يوه مقدمه کې نيول شوې وه.

تر ګرفتارې مخکې مريم نواز د حکومت ضد ګڼ جلسې او لاريونونه کړي ول.

خو پروسږ کال د نومبر پر څلورمه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته نوموړي خاموشي اختيار کړې وه.

هغې په ټوېټر هم له سياسي بيانونو ورکولو ډډه کړې.

د اسلام اباد احتساب عدالت د ۲۰۱۸ز کال په جولای مياشت کې په ایون فيلډ قضيه کې نواز شريف ته د ۱۰کلونو د هغه لور مريم نواز ته د اوو کلونو او زوم کپټن ريټايرډ محمد صفدر ته د يوکال د بند سزا واوروله خو د ياد کال په سېپټمبر مياشت کې اسلام اباد های کورټ درې واڼه په ضمانت خوشې کړل.

د اسلام اباد احتساب عدالت د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر مياشت کې نواز شريف ته په العزيزيه سټيل مل قضېه کې د اوو کالو بند او جرمانې سزا واوروله او په فلېګشېپ انوېسټمنټ قضېه کې يې نوموړي خوشې کړ.

العزيزيه سټيل مل قضيه کې اورولې شوې سزا پرضد نواز شريف په اسلام اباد های کورټ کې اپيل داير کړی دی بلخوا نېب هم په ياده قضيه کې د نوموړي سزا زياتولو او فلېګشېپ انويسټمنټ قضيه کې د نواز شريف خوشې کولو پرضد اپيلونه داير کړي دي.

د اسلام اباد احتساب عدالت تر هغې وروسته د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پيل کړې چې د ۲۰۱۷ز کال د جولای پر ۲۸مه سپريم کورټ نواز شريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزير اعظم څوکۍ لپاره نااهله وګرځوو او نېب ته يې امر وکړو چې پرضد دې د مقدمو اورېدنه پیل کړي.

د سپريم کورټ فېصلې وروسته د اسلام اباد احتساب عدالت د نواز شريف او د هغه کورنۍ پرضد د دريو مقدمو اورېدنه وکړه چې پکې ایون فيلډ، العزيزيه سټيل مل او فلېګشېپ انويسټمنټ قضيې شاملې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG