د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور های کورټ تر سبا پورې د عمران خان له کور سره د پولیسو عملیاتو درولو امر کړی دی


په لاهور کې د عمران خان د کور په شاوخوا کې د پولیسو او رېنجرز ځواک ګاډي ولاړ دي - د مارچ ۱۵مې انځور.
په لاهور کې د عمران خان د کور په شاوخوا کې د پولیسو او رېنجرز ځواک ګاډي ولاړ دي - د مارچ ۱۵مې انځور.

لاهور های کورټ د اسلام اباد او پنجاب پولیسو او رېنجرز ځواک ته امر کړی دی چې د مارچ د ۱۶مې تر سهار ۱۰ بجو پورې دې په لاهور کې د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو عملیات ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۵مه پر دویمه ورځ هم د اسلام اباد او پنجاب پولیس او رېنجرز ځواک سرتېري په لاهور کې د خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ولاړ ول.

د پنجاب لنډ مهالي حکومت ویلي، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) کرکټ سیالۍ له کبله یې په زمان پارک کې د عمران خان کور بهر ځای پر ځای شوي سرتېري په "موقتي ډول" لیرې کړي دي او عدالتي امر یې عملي کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه لاهور های کورټ ته له زمان پارک سره نېږدې د عملیاتو درولو درخواست کړی وو.

تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په هېواد کې "ګډوډۍ ته لمن وهي."

مریم اورنګزېب د مارچ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د خان د نیولو په موضوع کې شریک نه دی ځکه چې د ګرفتارۍ امر یې عدالت کړی دی.

په همدې حال کې د اسلام اباد های کورټ د مارچ پر ۱‍۵مه د عمران خان د نیولو امرونو منسوخولو په اړه د درخواست اورېدنه کړې او فیصله یې محفوظه کړې ده. د پاکستان رسنۍ وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې های کورټ به پرېکړه کله اوروي.

یو سرتېری د مارچ پر ۱۵مه د امنیتي ځواکونو او تحریک انصاف د پلویانو ترمینځ په نښتو کې له سوځېدونکې ګاډي سره ولاړ دی.
یو سرتېری د مارچ پر ۱۵مه د امنیتي ځواکونو او تحریک انصاف د پلویانو ترمینځ په نښتو کې له سوځېدونکې ګاډي سره ولاړ دی.

خو مریم اورنګزېب په خپلو خبرو کې تور پورې کړی چې تحریک انصاف ګوند د پاکستان د شمالي سیمې ګلګت بلتستان ځواک کاروي او ورباندې د "پولیسو سرونه ماتوي." هغې د خپل دې تور په اړه ثبوت وړاندې نه کړ.

د اطلاعاتو وزیرې دعوه وکړه چې د پنجاب او اسلام اباد پولیس او رېنجرز ځواک بې وسلې دي او د خان نیولو لپاره ورغلي ول.

تحریک انصاف ګوند په ګلګت بلتستان کې واکمن دی او د اورنګزېب د تور او دعوو په غبرګون کې یې لا څه نه دي ویلي.

خو د ګوند مشر عمران خان د مارچ پر ۱۵مه پر ټوېټر یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې د "رېنجرز ځواک سرتېري پر بې وسلې وګړو مرمۍ وروي."

د عمران خان پر ټوېټر په ویډیو کې سرتېري لیدل کېږي چې ربړي مرمۍ وروي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د نوموړي د دعوې او د ویډیو کره والي تصدیق نه شي کولای او رېنجرز ځواک یې هم په اړه لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۴مه د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې تر هغې وروسته مظاهرې پیل شوې چې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري عمران خان د ګرفتارۍ لپاره په لاهور کې د هغه د کور مخې ته ورغونډ شول.

خان پر هم هغه ورځ د لاهور په زمان پارک کې له خپل کوره په وینا کې وویل چې مظاهرې دې وکړي.

ده وویل، پولیس یې د نیولو لپاره ورغلي دي او دا "فکر کوي چې که عمران خان ونیول شو نو ملت به ویده شي. تاسې دا فکر ناسم ثابت کړئ."

د تحریک انصاف مشر تر دې وروسته له الجزیره ټېلېوېژن سره په ټېلېفوني مرکه کې وویل چې پر خپلو پلویانو یې ټینګار کړی دی چې یوازې "سوله ییز" احتجاجونه به کوي.

تر دې مخکې، د اسلام اباد یوه عدالت د مارچ پر ۱۳مه وویل، د توشه خانې د ډالیو خرڅلاو په قضیه کې د خان د نیولو امر لا هم برقراره دی.

د مارچ پر ۱۴مه د عمران خان د نیولو د اقدام پرضد په لاهور او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې.
د مارچ پر ۱۴مه د عمران خان د نیولو د اقدام پرضد په لاهور او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

عمران خان د مارچ پر ۱۴مه شپې ناوخته له بي بي سي اردو سره په مرکه کې وویل، "زندان ته تګ ته تیار" دی خو په وینا یې، "د حکومت اوسني اقدامات د اېسټیبلېشمنټ له ملاتړه پرته شوني نه دي."

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د امنیتي او استخباراتي ادارې لپاره کارېږي. پوځ تر دې مخکې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت هم وايي چې د خان د نیولو امر واکمنانو نه بلکې عدالت کړی دی او حکومت هغه حکم عملي کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله د مارچ پر ۱۴مه ماخوستن مهال پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې "له عدالته تښتېدلی کس د عدالت په امر ګرفتاروي."

حکومت داراز ویلي دي چې خان د عدالتي حکم په نه منلو، د عدالت "سپکاوی" کوي او د تحریک انصاف غړي او پلویان "له پولیسو سره اخ و ډب ته پاروي." دا هغه تور دی چې خان او ګوند یې تر دې مخکې په بیا بیا رد کړی دی.

د پاکستان شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن او د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په ګډون د هېواد یوشمېر رسنیو ویلي دي چې د اسلام اباد او لاهور پولیس د مارچ له ۱۴مې راهیسې په زمان پارک کې د عمران خان د استوګنځي دباندې ولاړ ول. پر هم هغه ورځ د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ د اخ و ډب یوشمېر پېښې هم وشوې.

د اسلام اباد پولیس او رسنۍ وايي، د تحریک انصاف پلویانو پر پولیسو کاڼي وورول او ورسره یې نښتې وشوې چې پکې د شاوخوا ۵۰ سرتېرو په ګډون ۶۰ تنه ژوبل شوي دي. جیو نیوز وايي، په ژوبلو کې د اسلام اباد د پولیسو د عملیاتي چارو مشر شهزاد بخاری هم شامل دی.

ټېلېوېژن وايي، پولیسو د اخ و ډب او تشدد په تور د تحریک انصاف ۱۵ پلویان هم نیولي دي. له دې پرته پولیسو د مظاهرچیانو د تیت و پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس هم وکاراوه او ورباندې یې ربړي مرمۍ وورولې.

د تحریک انصاف مشرانو د مارچ پر ۱۵مه د پولیسو د دې اقدام پر ضد په لاهور های کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ.

د عمران خان د نیولو پرضد د لاهور په ګډون په اسلام اباد، پېښور، کراچۍ، کوټې او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې شوې دي.

خان وايي، ژوند یې له خطر سره مخامخ دی نو ځکه نه غواړي چې زندان ته ولاړ شي او عدالت ته هم د ویډیو له لارې حاضرېدو ته تیار دی. دی داراز، د توشه خانې قضیه سیاسي بولي او وايي هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی.

د توشه خانې قضیه

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د مارچ پر ۱۳مه د عمران خان پرضد د توشه خانې د قضيې اورېدنه وکړه چې نوموړی ورته د اسلام اباد های کورټ پر حکم سربېره حاضر نه شو. تر دې مخکې هم عدالت نوموړی درې ځلې په همدې قضیه کې ورغوښتی وو خو دی اورېدنو ته ورنغی.

عدالت د فبرورۍ پر ۲۸مه نوموړی په قضیه کې رسماً تورن کړ. د عمران خان وکیل قاضي ته وویل چې هغه په نورو قضیو کې عدالت ته ځي نو ځکه هلته نه شي حاضرېدای خو قاضي یې دریځ رد کړ او د عمران خان د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړ.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايي کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو او د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG