د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پوليسو خبريال صدیق جان نیولی


د تحريک انصاف پلويان د اسلام اباد ضلعي عدالت ته د دې ګوند د مشر عمران خان د حاضرېدو پر وخت جمع دي - عکس د مارچ ۱۸مې دی
د تحريک انصاف پلويان د اسلام اباد ضلعي عدالت ته د دې ګوند د مشر عمران خان د حاضرېدو پر وخت جمع دي - عکس د مارچ ۱۸مې دی

د اسلام اباد پولیس وايي، د مارچ پر ۲۰مه يې د بول نيوز په نوم له يوه پاکستاني ټېلېويژن سره کار کوونکی خبريال صديق جان ګرفتاره کړی دی.

پوليسو د مارچ پر ۲۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چي صديق جان د مارچ پر ۱۸مه په توشه خانه قضیه کې عدالت ته د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د وړاندې کېدو پر مهال د ګډودۍ رامنځته کولو او سرکاري املاکو ته د زیان رسولو په تور نيول شوی دی.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د مارچ پر ۲۱مه خبريال صديق جان په يوه ورځني جسماني ريمانډ د ترهګرۍ ضد پوليسو ته وسپاره.

پر ټولنيزو رسنيوو خپرو شويو وېډيو ګانو کې ليدل کېږي چې د مارچ پر ۲۰مه، د شپې مهال په ساده جامو کې ځینې کسان صدیق جان په اسلام اباد کي د بول نیوز د دفتر مخې نه نیسي او په يوه شخصي موټر کې يې کېنوي.

د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس د مشر افضل بټ ترڅنګ د دې هېواد ځينو نومياليو خبريالانو او د بشري حقونو سازمانونو د صدیق جان ګرفتاري غندلې او دا يې د بیان د ازادۍ ضد يو ګام بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG