د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد یو عدالت د عمران خان د ګرفتارۍ امر ځنډولو درخواست رد کړی دی


د عمران خان پلویان د مارچ پر ۱۴مه په لاهور کې د نوموړي د ګرفتارۍ د عملیاتو پر مهال د کور شاوخوا ته ورغونډ شول.
د عمران خان پلویان د مارچ پر ۱۴مه په لاهور کې د نوموړي د ګرفتارۍ د عملیاتو پر مهال د کور شاوخوا ته ورغونډ شول.

د اسلام اباد یو ضلعي عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو د ناقابل ضمانت امر ځنډولو درخواست رد کړی دی.

د عدالت قاضي ظفر اقبال د مارچ پر ۱۶مه محفوظه کړې پرېکړه واوروله او و یې ویل چې د یوې حلفنامې پر اساس د ګرفتارۍ امر نه شي ځنډول کېدای.

د اسلام اباد هغه عدالت د مارچ پر ۱۳مه ویلي ول چې د توشه خانې د ډالیو خرڅلاو په قضیه کې د خان د نیولو امر لا هم برقراره دی.

په همدې حال کې لاهور های کورټ یو ځل بیا د اسلام اباد او پنجاب پولیسو او رېنجرز ځواک ته امر کړی دی چې د مارچ تر ۱۷مې پورې دې په لاهور کې عمران خان د نیولو عملیات ودروي.

د اسلام اباد د عدالت قاضي ظفر اقبال د مارچ پر ۱۶مه اورېدنې پر مهال د خان له وکیله وپوښتل چې هغه عدالت ته ولې نه حاضرېږي؟ تر دې وروسته قاضي وویل، که عمران خان "تسلیم شي او عدالت ته ورشي" نو دی به د پولیسو مشر ته د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړي.

د پاکستان رسنۍ وايي، د عمران خان وکیل عدالت ته وویل چې خان د توشه خانې په مقدمه کې د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته د حاضرېدو "حلفنامه" ورکړې ده خو قاضي نوموړي ته وویل چې په قانون کې د دې "ډول اورېدنو لپاره د حلفیه بیانونو" دود موجود نه دی.

تر دې وروسته عدالت د توشه خانې د قضیې په اړه خپله پرېکړه محفوظه کړه چې لږ ساعت وروسته یې واوروله.

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د مارچ پر ۱۳مه هم د عمران خان پرضد د توشه خانې د قضيې اورېدنه وکړه چې نوموړی ورته د اسلام اباد های کورټ پر حکم سربېره حاضر نه شو. تر دې مخکې هم عدالت نوموړی درې ځلې په همدې قضیه کې ورغوښتی وو خو دی اورېدنو ته ورنغی.

خان وايي، ژوند یې له خطر سره مخامخ دی نو ځکه نه غواړي چې زندان ته ولاړ شي او عدالت ته هم د ویډیو له لارې حاضرېدو ته تیار دی. دی داراز، د توشه خانې قضیه سیاسي بولي او وايي هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی.

عدالت د فبرورۍ پر ۲۸مه نوموړی په قضیه کې رسماً تورن کړ. د عمران خان وکیل قاضي ته وویل چې هغه په نورو قضیو کې عدالت ته ځي نو ځکه هلته نه شي حاضرېدای خو قاضي یې دریځ رد کړ او د عمران خان د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړی وو چې بیا اسلام اباد های کورټ وځنډاوه او خان ته یې د مارچ پر ۱۳مه ضلعي عدالت ته د حاضرېدو امر وکړ خو چې هغه اورېدنې ته ورنغی نو پر هم هغه ورځ د ضلعي عدالت قاضي ظفر اقبال یې د نیولو ناقابل ضمانت امر خپور کړ او و یې ویل چې خان دې د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته ورشي.

تر دې وروسته تحریک انصاف ګوند ضلعي عدالت ته د عمران خان د ګرفتارۍ امر ځنډولو درخواست وکړ.

د توشه خانې قضیه

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايۍ کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو او د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

د لاهور های کورټ اقدام

په همدې حال کې د مارچ پر ۱۶مه لاهور های کورټ د عمران خان د نیولو د عملیاتو ځنډولو امر پر ځای ساتلی دی.

د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه لاهور های کورټ ته له زمان پارک سره نېږدې د عملیاتو درولو درخواست کړی وو چې تر هغې وروسته قاضي د مارچ پر ۱۵مه پولیسو ته امر وکړ چې خان دې د مارچ ۱۶مې تر سهار ۱۰ بجو پورې نه نیسي.

د اسلام اباد او پنجاب پولیس او رېنجرز ځواک سرتېري د مارچ له ۱۴مې راهیسې په لاهور کې خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ولاړ ول چې د مارچ پر ۱۵مه د عدالت تر حکم وروسته له هغې سیمې لیرې ولاړل.

د پنجاب لنډ مهالي حکومت د مارچ پر ۱۵مه وویل، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) کرکټ سیالۍ له کبله یې په زمان پارک کې د عمران خان کور بهر ځای پر ځای شوي سرتېري په "موقتي ډول" لیرې کړي دي او عدالتي امر یې عملي کړی دی.

د مارچ پر ۱۶مه د لاهور های کورټ قاضي طارق سلیم شیخ د تحریک انصاف ګوند د درخواست اورېدنه د جمعې تر ورځې وځنډوله او و یې ویل چې په دې اړه یې د مارچ ۱۵مې امر لا هم پر ځای دی.

شیخ وویل چې د "د ایین په درناوي" کولو ستونزې "هوارېدای شي". نوموړي پر پولیسو او د تحریک انصاف پر غړو او پلویانو د "قانون عملي" کولو غږ وکړ او زیاته یې کړه چې د "روان وضعیت له کبله ټول ولس اغېزمن" شوی دی.

د تحریک انصاف یوه مخکښ مشر فواد چودري د مارچ پر ۱۶مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې عدالت په زمان پارک کې د عملیاتو درولو امر تر سبا غځولی دی او د پنجاب مشر سېکرټر او د پولیسو مشر ته یې ویلي دي چې مسلې د هغه ګوند له مشر سره په مشوره هوارې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۴مه د لاهور، اسلام اباد، پېښور، کراچۍ او پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې تر هغې وروسته مظاهرې پیل شوې چې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري عمران خان د ګرفتارۍ لپاره په لاهور کې د هغه د کور مخې ته ورغونډ شول.

د تحریک انصاف مشر تر دې وروسته له الجزیره ټېلېوېژن سره په ټېلېفوني مرکه کې وویل چې پر خپلو پلویانو یې ټینګار کړی دی چې یوازې "سوله ییز" احتجاجونه به کوي.

خو د مظاهرو پر مهال د پولیسو او د تحریک انصاف پلویانو ترمینځ د اخ و ډب پېښې وشوې چې پکې د لسګونه سرتېرو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسان ژوبل شول.

د عمران خان د ګرفتارۍ عملیاتو پر مهال په لاهور کې د پولیسو او د تحریک انصاف پلویانو ترمینځ د اخ و ډب پېښې وشوې - د مارچ ۱۵مې انځور.
د عمران خان د ګرفتارۍ عملیاتو پر مهال په لاهور کې د پولیسو او د تحریک انصاف پلویانو ترمینځ د اخ و ډب پېښې وشوې - د مارچ ۱۵مې انځور.

عمران خان د مارچ پر ۱۴مه شپې ناوخته له بي بي سي اردو سره په مرکه کې وویل، "زندان ته تګ ته تیار" دی خو په وینا یې، "د حکومت اوسني اقدامات د اېسټیبلېشمنټ له ملاتړه پرته شوني نه دي."

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د امنیتي او استخباراتي ادارې لپاره کارېږي. پوځ تر دې مخکې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت هم وايي چې د خان د نیولو امر واکمنانو نه بلکې عدالت کړی دی او حکومت هغه حکم عملي کوي.

XS
SM
MD
LG