د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن لاهور قلندرز او ملتان سلطانز سیالي لري


د لاهور قلندرز راشد خان د ملتان سلطانز لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د مارچ درېیمې انځور.
د لاهور قلندرز راشد خان د ملتان سلطانز لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د مارچ درېیمې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو د سياليو په وروستۍ برخه کې لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۱۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وروسته د مارچ پر ۱۶مه اسلام اباد یونایټېډ او پېښور زلمي له یو بل سره سیالي لري. د مارچ ۱۵مې او ۱۶مې سیالیو ګټونکې لوبډلې به په پایلوبه کې سره مخامخېږي او بایلونکې لوبډلې به د درېیم مقام لپاره له یو بل سره لوبه کوي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي. کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز د کمو شمېرو له کبله د سیالیو له وروستۍ برخې پاتې شوې دي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG