د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي د پاسپورټ ترلاسه کولو کې ستونزې لري


د پکتیا اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت دې د زیاتو پاسپورټونو وېش لپاره د کارکوونکو شمېر لوړ کړي.
د پکتیا اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت دې د زیاتو پاسپورټونو وېش لپاره د کارکوونکو شمېر لوړ کړي.

د افغانستان د پکتیا ولایت یوشمېر اوسېدونکي د پاسپورټ وېش په بهیر کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، پر اوږد انتظار سربېره یې هم نه شي ترلاسه کولای.

دوی د مارچ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په پکتیا ولایت کې ډېر خلک پاسپورټ اخلي خو هره ورځ یوازې ۸۰ تنه انلاین نوملیکنه او پینځه تنه د عریضو له لارې خپلې چارې پر مخ بیولای شي.

د پکتیا اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت دې د زیاتو کسانو نوملیکنې ته لاره برابره کړي او د دې لپاره دې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړي.

په پکتیا کې د پاسپورټ په اداره کې د طالبانو د حکومت کارکوونکی عبدالولي افغان وايي، د پکتیا ولایت د پاسپورټ "مدیریت مجهز تعمیر نه لري، کمپیوټرې او پرېنټرې یې زړې دي" نو ځکه د زیاتو خلکو کار نه کېږي.

خو د پاسپورټ مدیر مسرور الهام وايي، هغه ولایت په بهرنیو هېوادونو کې زیات مساپر لري، د ناروغانو شمېر هم زیات دی او یوشمېر ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې د لوړو زده کړو لپاره پاسپورټ اخلي.

دی وايي، په بایومیټرېک او نورو تخنیکي چارو کې ستونزې نه لري، خو کار یې د انلاین مراجعینو پر ځای د هغو کسانو له کبله زیات ځنډېږي چې لاس په لاس پاسپورټ اخیستو ته ورځي.

دا په داسې حال کې ده چې تر پینځه میاشتني ځنډ وروسته د مارچ پر لومړۍ نېټه په افغانستان کې د پاسپورټ وېش بهیر پیل شو.

په کابل کې د پاسپورټ ریاست وايي اوسمهال د انلاین نظام په فعالېدو هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې ۱۰،۰۰۰ کسانو ته پاسپورټونه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په ۲۰۲۲ز کال کې په "تخنیکي وسایلو کې د ستونزو له امله" د پاسپورټونو وېش لړۍ تر راتلونکې خبرتیا ځنډولې وه.

XS
SM
MD
LG