د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ۳ کسانو په وژنه تورن صوبايي وزیر عبدالرحمان کېتراڼ په ضمانت خوشې شوی دی


د مري قبیلې ټولنې غړو په فبرورۍ کې د مړو تر موندل کېدو وروسته احتجاجي پرلت وهلی وو.
د مري قبیلې ټولنې غړو په فبرورۍ کې د مړو تر موندل کېدو وروسته احتجاجي پرلت وهلی وو.

د بلوچستان په بارکان کې د درو کسانو په وژلو تورن صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ له بنده خوشې شوی دی.

د هغه د خوشې کولو امر د بارکان یو ځايي عدالت د مارچ پر ۱۰مه نېټه کړی وو.

خو د مري قبیلې د ټولنې (ال پاکستان مري اتحاد) مشر نصرالله مري د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په ضمانت د سردار عبدالرحمان کېتراڼ د خوشې کېدو ضد د بلوچستان های کورټ ته ځي.

خو د بلوچستان د اعلا وزیر ویاند بابر یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې د خوړو او د نفوسو بهبود چارو صوبايي وزير په خوشې کولو کې د حکومت هېڅ لاس نه وو بلکې هغه ته ضمانت عدالت ورکړی دی.

سردار عبدالرحمان کېتراڼ د فبرروۍ پر ۲۲مه پولیسو تر هغې نیولی وو چې په بارکان کې د درو کسانو مړي وموندل شول. د مري قبیلې ټولنې ویلي ول چې هغه کسان د کېتراڼ په خپل شخصي زندان کې بندیان ول.

د دې پېښې پرضد مري اتحاد په کوټه کې پرلت وهلی وو او له حکومته یې د پېښې د پلټنو تر څنګ د کېتراڼ د نیولو او پرضد یې د مقدمې دایرولو غوښتنه کړې وه.

کېتراڼ پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، دا تر انتخاباتو مخکې د ده پر وړاندې د "سازش" هڅه ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG