د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په بارکان کې له یو کوهي درې مړي‌ را اېستل شوي


د دغو درو کسانو مړي په کوهلو کې خاورو ته سپارل شوي
د دغو درو کسانو مړي په کوهلو کې خاورو ته سپارل شوي

د بلوچستان د بارکان ضلعې ته نژدې له یو کوهي څخه د یوې مېرمنې په ګډون د درو داسې کسانو مړي موندل شوي دي چې د کوهلو ضلعې اوسېدونکي ول.

د کوهلو ضلعې اوسېدونکي خان محمد د فبرورۍ پر ۲۱مه رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کې د ده مېرمن او دوه زامن دي‌ چې محمد نواز او عبدالقادر نومېږي.

نوموړي تور پورې کړی چې دا کسان له تېرو څو کلونو راهیسې د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ په شخصي زندان کې بند ول. د ده په وینا، د دې ترڅنګ یې د کور پنځه نور کسان لا هم هلته بند دي.

په دې اړه مو چې کله د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ سره تماس ونیوو نو هغه مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی یې په کلکه ردوي.

نوموړی وایي، "چې کله هم د انتخاباتو وخت رانږدې شي نو د اډول بیانونه او تورونه زما پرضد پیل شي چې موخه يې زما ذات بد نامول دي."

نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې باید پلټنې وشي او د تحقیقاتو پرمهال دی له حکومت او ادارو سره هر ډول کومک ته تیار دی.

بلخوا د بلوچستان د پولیسو مشر د بارکان د پېښې نوټس اخستی او د پېښې په اړه یې رپورټ طلب کړی دی.

په کوټه کې د پولیسو د ویاند له لوري په جاري شوي بیان کي ویل شوي چې په پېښه کې تورن کسان به کله هم د قانون له ګرفته خوندي پاتې نه شي.

بیان زیاتوي چې له متاثره کورنۍ سره به د پېښې په اړه مشاورت کیږي او په دې اړه به د پلټنو یوه کمیټي جوړوي او ژر به یې معلومات ولس ته په ډاګه کړل شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG