د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د ګېس چاودنې ۶ کسان وژلي دي


د کوټې اوسېدونکي وايي چې په ژمي کې د ګېس د کم فشار له امله کله نا کمله چاودنې وشي.
د کوټې اوسېدونکي وايي چې په ژمي کې د ګېس د کم فشار له امله کله نا کمله چاودنې وشي.

په کوټه کې د ګېس په چاودنه کې د يوې کورنۍ شپږ کسان مړه او پینځه زخميان شوي دي.

دا پېښه د مارچ پر اوومه سهار وختي د سرکي سړک په يو کور کې شوې ده. د کوټې د سېول روغتون ویاند ډاکټر وسيم بېګ مشال راډیو ته ويلي چې د کور د ګېس پايپ څخه ګېس خور شوی دی چې په نتیجه کې چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په چاودنه کې د کور غړي وژل شوي چې پکې ماشومان او ښځې هم شامل دي. مرستنديه کارکوونکي وايي چې د چاودنې له کبله د کوټې چت راپرېوتی او له ملبې څخه د شپږو کسانو مړي او پینځه زخميان راايستلي دي.

پوليس هم وايي چې د چاودنې له امله د کور لویه برخه نړېدلې ده. د ګېس لېږدونکې ادارې چارواکيو مشال راډيو ته په رسمي توګه له څه ويلو څخه ډډه کړې البته يوه چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نلرله، د نوم نه لیکلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې دغسې پېښې د خلکو د بې احتیاطۍ له وجې پېښېږي.

هغه تور پورې کړ چې ځينې خلک د ګېس غلا کولو لپاره داسې خطرناکې طریقې کاروي چې د چاودنو سبب شي.

خو د کوټې اوسېدونکي بیا د ګېس محکمه تورنوي چې په وينا يې، دوی ته په ژمي په کم مقدار کې ګېس ورکوي چې له کبله يې فشار ناڅاپه کله لاندې او کله پورته شي چې په نتیجه کې يې دغسې چاودنې وشي.

د کوټې د ګیس ادارې چارواکي وايي، په ژمي کې د ګېس استعمال زیات کېږي نو ځکه یې فشار کله زیات او کله کم شي. د یادې ادارې د چارواکو په وینا، د دې لپاره چې ګېس په مناسب ډول او په ټاکلي فشار سره تر خلکو ورسېږي، د ۱۶ قطر حجم نل لیکې د اچولو کار یې پیل کړی دی. دوی وايي، د روان ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې به د کوټې ښار د خلکو د ګېس ستونزه هواره شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG