د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې د ګېس خپرېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي


ځايي وګړي وايي چې د ګېس په وار وار بندېدو له وجې زياتره وخت په کمرو کې ګېس خپور شي چې له کبله يې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.
ځايي وګړي وايي چې د ګېس په وار وار بندېدو له وجې زياتره وخت په کمرو کې ګېس خپور شي چې له کبله يې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې د ګېس خپرېدو له کبله شپږ کسان مړه شوي دي.

پېښه د يادې ضلعې په ګلشن اباد سيمه کې د ډېسمبر پر ۲۸مه سهار وختي را منځ ته شوې ده.

د ځايي پوليسو په وينا، دوی ته خبر ورکړل شو چې د يو ځايي تن نادر خان د کور په يوه کوټه کې د ګېس جمع کېدو له کبله د هغه په ګډون د نوموړي مېرمن او څلور ماشومان مړه شوي دي.

تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا په سوات کې هم تېره اوونۍ د ګېس د چاودنو او اخراج له کبله اته کسان مړه شوي ول.

د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په يوشمېر سيمو کې د يخنۍ له ډېروالي سره د ګېس استعمال زيات شوی دی.

ځايي وګړي وايي چې د ګېس په وار وار بندېدو يا فشار کمېدو له وجې زياتره وخت په کوټو کې ګېس خپور شي چې له کبله يې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

بلخوا د ګېس ادارې چارواکي وايي چې د احتياطي تدابيرو نه عملي کولو له کبله داسې پيښې مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG