د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: ولس پوښتنه کوي چې وسلوال بیا هېواد ته چا وروستي دي؟


شهباز شریف په شانګله کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
شهباز شریف په شانګله کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې په هېواد کې د امنیت پر موضوع بحث شوی دی.

وزیراعظم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه تر غونډې وروسته پر ټوېټر دوه ویډیوګانې خپرې کړې دي او لیکلي یې دي چې د هغو ویډیوګانو د شریکولو موخه دا ده چې له ولس سره خپلې هغه خبرې شریکې کړي ده د کابینې د غونډې په پیل کې کړې دي.

شریف په ویډیو کې غونډې ته په وینا کې پوښتنه کړې ده چې له "پېښوره تر کراچۍ پورې خلک پوښتنه کوي" چې هېواد ته "وسلوال بیا چا وروستل؟"

وزیراعظم وړاندې وویل چې "ترهګري له هېواده ختمه شوې وه" خو اوس ټول خلک "پر دې سخت خپه دي چې تر دومره قربانیو وروسته ترلاسه شوی امنیت بیا ولې خراب شو؟"

شریف په خپلو خبرو کې د چا نوم وا نه خیست خو د عمران خان په مشرۍ تېر وفاقي حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې کړې وې چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر وروستیو پورې اوربند هم شوی خو پر هغه سربېره حملې روانې وې.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې حملې زیاتې شوې دي چې پرضد یې د قبایلي سیمو په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې، لاریونونه او جلسې شوې دي.

په همدې حال کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې دی په هېواد کې د "ترهګرۍ ذمه وار" نه دی.

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د خپل ګوند تحریک انصاف غړو او پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې حکومت یې قبایلي سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو د ستنېدو په اړه د پرېکړې واک د پاکستان قامي اسمبلۍ او امنیتي ځواکونو ته ورکړی وو.

خان زیاته کړه چې په پاکستان کې حملې امنیت ته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د توجه نه ورکولو له وجې زیاتې شوې دي.

د پاکستان وفاقي حکومت غونډه پر داسې مهال شوې ده چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

وزیراعظم د کابینې غونډې ته څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په پېښور کې پولیسو مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومته د پولیس لاینز پر جومات د برید د بشپړو پلټنو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ د جنورۍ پر ۳۱مه په جلا جلا غونډو کې د پېښور په پولیس لاینز کې پر جومات د ځانمرګي برید غندنه او په سم ډول د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې.

اخوا د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د کورکمانډرانو په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG