د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې پولیسو یو ځايي تن د خپلې څلور کلنې لور په وژلو تورن کړی


د خپلې لُور په وژنې تورن پلار عبيدالله د پوليسو په ولکه کې دی ــ د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۱۵مه
د خپلې لُور په وژنې تورن پلار عبيدالله د پوليسو په ولکه کې دی ــ د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۱۵مه

د خيبر پښتونخوا د چارسدې پولیس وايي، د هغوی پلټنو موندلې چې د عبیدالله په نوم یو ځايي تن خپله څلور کلنه لور مریم اول وژلې او بیا یې د هغې د ورکېدو او وژل کېدو راپور له پوليسو سره درج کړی وو.

دا پېښه د چارسدې په شابړه کلي کې د جولای پر ۱۲مه مخې ته راغلې ده.

د چارسدې د پولیسو د پلټنې څانګې مشر سجاد خان نن (د جولای پر ۱۵مه) مشال راډیو ته وویل، د اېف ای ار تر درج کېدو وروسته هغوی د ماشومې د مور او پلار په ګډون له لسګونو کسانو پوښتنې ګروېږنې وکړې او اخر په دې نتیجه ورسېدل چې د ماشومې قاتل د هغې پلار عبید الله دی.

نوموړی زياتوي، "د کلي ځینو خلکو موږ ته وویل چې ماشومه یې له خپل پلار سره د تګ پر مهال لیدلې وه. بیا مو چې دا سړی راټینګ کړو نو ویې منله چې ماشومه هم ده پخپله وژلې ده. دی وايي، په خپلې ښځې یې د واده د لومړنیو ورځو نه شک وو او چې بیا ماشومه له وخت نه مخکې پیدا شوه نو هغه فکر وکړو چې دا د هغه لور نه ده بلکې د ناجایزه اړیکو له وجې پیدا شوې ده."

مشال راډيو له عبیدالله سره، چې دا وخت د پوليسو په ولکه کې دی، پر خبرو کولو نه ده توانېدلې خو نوموړي د جولای پر ۱۲مه رسنیو ته ویلي وو چې له هغه سره دې انصاف وشي او چې څوک هم د پېښې تر شا لاس لري نو په ډاګه دې په دار کړل شي.

د عبیدالله یو نېږدې خپل عرب ګل چې د شابړې د اصلاحي کمېټۍ مشر هم دی، د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، اوس پکار ده چې هم دغه تن (عبیدالله) ته دې په ډاګه او عام محضر کې د پانسۍ سزا ورکړل شي.

هغه زياتوي، "دا څټ دې ترې همداسې پرې کړي، لکه څنګه چې ده د ماشومې هغه پرېکړی وو. دا کس دې پرېښنودل شي، که عدالت دی خوشې کړو نو موږ ټول لوی او واړه به پرې داسې دښمني پیل کړو چې دنیا به یې یاد ساتي."

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی عمران ټکر وايي، هغوی په لومړي ځل اوري چې دومره کم عمر ماشومه په ناموسي پېښه کې وژل کېږي. نوموړي د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، په داسې قضیو کې اکثره وخت سمې پلټنې هم نه کېږي او بیا ځايي خلک او د وژل شوي/شوې خپل ـ خپلوان راټول شي او وايي چې راضي نامه یې وکړه. نوموړی وايي، د داسې پېښو او راضي نامو دواړو د مخنیوي ضرورت دی.

په پاکستان کې د "ساحل" په نوم یوه اداره چې پر ماشومانو د تشدد مخنیوي لپاره کار کوي، په یو راپور کې وايي، چې په ۲۰۲۱ز کال کې په دغه هیواد کې د تشدد شاوخوا ۴،۰۰۰ پېښې ثبت شوي چې پکې وړې نجونه او واړه هلکان هم شامل دي. په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې هره ورځ اوسطا ۱۰ ماشومان د تشدد پېښو ښکار کېږي.

XS
SM
MD
LG