د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان او ایران پر پوله بشري ناورين"


د لاريو ډرايوران د پاکستان او ايران ترمنځ په تفتان پوله د احتجاج پر مهال.عکس-ارشېف
د لاريو ډرايوران د پاکستان او ايران ترمنځ په تفتان پوله د احتجاج پر مهال.عکس-ارشېف

عبدالحلیم بلوڅ یو له هغو زرګونو ګاډو چلوونکو دی، چې د روزګار وسيله یې د ایران له جنوب ختیځه د پاکستان جنوب غرب ته په غیر قانوني ډول تېل قاچاقول دي.

په داسې حال کې چې اسلام اباد پر سرحدي سیمه د ۹۰۰ کلومیټره پورې اغزن تار لګوي او د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې پولې یې تړلي دي. په زرګونو ډرایوران په منځ کې ګېر پاته دي. له دې روزګاره سره د بلوچستان د زرګونو کسانو ژوند تړلی چې اوس یې د ګټې وټې ذریعه ختمه شوې ده.

د عبدالحلیم بلوڅ تر څنګ زرګونه نور ډرایوران د اپرېل له پیل راهیسې د نوانو او ابدويي په لېرې پرتو کلیوالو شاته پاتې سیمو کې ګېر دي.

هغه وايي چې د یو ۴۵ کلن ډرایور فضل سبزل مړینه ډېره بوګنوونکې وه. هغه په صحرا کې له تندې مړ شوی وو.

ډرايور فضل سبزل چې له رپورټونو سره سم د پاکستان او ايران ترمنځ په ليرې پرته سرحدي سيمه کې مړ شوی دی
ډرايور فضل سبزل چې له رپورټونو سره سم د پاکستان او ايران ترمنځ په ليرې پرته سرحدي سيمه کې مړ شوی دی

حليم بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې سبزل ډېر ناجوړه وو، هغه تر ۱۰ ګنټو اوبه پیدا نه کړل شوی او تندې مړ کړ.

د هغه په خبره دی خپله په هغو اوبو ګزاره کوي چې پکې ډیزل ګډ شوي دي.

هغه وویل چې تر دوه اوونیو زیاته موده وشوه چې دغلته ګېر پاته دی او مجبوره دی چې تر شین اسمان لاندې په تود لمر کې ویده شي.

سبزل ډېر ناجوړه وو، تر ۱۰  ګنټو پورې يې اوبه ونه موندلې او له تندې مړ شو
عبدالحلیم بلوڅ

حلیم بلوڅ وايي چې خوراک، پاکې اوبه او غسل خانه نه لري.

اسلام اباد له تهران سره پوله په مارچ کې تر هغې وروسته وتړله چې په سیستان -بلوچستان کې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک لخوا د بلوڅو ډرایورانو وژنې پر سر تر څو ورځو پورې مظاهرې وشوې.

په سرحدي سیمه کې په زرګونه کسان ګېر پاته دي او پاکستان هغلته د اغزن تار لګولو په اړه وايي چې هېواد له وسله والو د خوندي ساتلو لپاره دا کار ګڼي.

د عبدالحلیم بلوڅ په ګډون نور په زرګونه بلوڅان چې د بلوچستان او سیستان- بلوچستان سره تعلق لري، په داوړو هېوادونو کې د روزګار د نشتوالي له امله يې د تیلو قاچاقولو ته مخه کړی ده. دغه دواړه سیمې په معدنیاتو او قدرتي وسایلو شتمنې دي او تجارتي او بحري لارې هم لري خو بیا هم د بلوڅانو اکثریت لرونکې دغه علاقې د پاکستان تر ټولو غريبې سيمې دي.

يو ماشوم له داسې پټرول پمپ سره ناست دی چې شاته يې له ايرانه قاچاق شوي تېلو ګېلنان پراته دي. عکس-رويټرز
يو ماشوم له داسې پټرول پمپ سره ناست دی چې شاته يې له ايرانه قاچاق شوي تېلو ګېلنان پراته دي. عکس-رويټرز

د سبزل د کورنۍ یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه په کور کې د ګټې یوازینۍ ذریعه وه. هغه غوښتل چې خپلو بچیو ته ښه ژوند ورکړي نو ځکه یې له خطرې ډک دې کار ته لاس واچاوه. د سبزل شاته پنځه لوڼه او یو زوی پاته شوی دی.

د هغه دغه رشته دار وویل چې کار ته تر تللو مخکې هغه خپل زوی ته ویلي ول چې سایکل او د اختر جامې به ورته اخلي خو اوس یې زوی په بیا بیا د پلار په اړه پوښتنه کوي.

د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه بشري ناورين

په عین حال کې پر چارو نظر لرونکي په سرحدي سیمه کې د یو بشري بحران د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکوي.

له ایران سره نېږدې د بلوچستان په تربت ضلع کې د سرحد سوداګریزه اتحادیې جنرل سیکرېټري ګلزار دوست مشال راډیو ته وویل چې څلور ډرایوران مړه شوي او ښايي دغه شمېر زیات شي.

د هغه په خبره مخکې یې کله هم داسې حال نه وو لیدلی.

دی وايي، د دواړو ملکونو تر منځ دغه پوله بې له څه خبرداري و تړل شوه چې له کبله يې په زرګونو ډرایورانو سره خوراکي سامان په ختمېدو دی او خوبونه یې هم خراب دي.

په ګوادر کې یو خبریال بهرام بلوڅ وايي چې ځايي اوسېدونکي د نورو کسانو د مړه کېدو ویره لري.

د هغه په خبره په کیچ، پنجګور او ګوادر کې تر ۱۰ زرو زیات ډرایوران د پولې دواړه خواوو ترمنځ ګېر پاته دي. دا د بلوچستان هغه ضلعې دي چې له ایران سره مشترکه سرحد لري. د ببهرام په خبره له هغو سره خوراک نشته، د تودوښې درجه هم ډېره ده او بې یارو مددګار دي.

دی وايي چې د حکومت کار هم ورو دی. هغه وویل چې انتظامیه اوس خلک پرېږدي چې ګېر پاته کسانو ته خوراک او اوبه ور وړي. خو بیا تړل شویو سړکونو او لارو د مرستې او ژغورنې کار ګران کړی دی.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني سره د مسلسل رابطو د هڅو باوجود نوموړي ځواب ور نکړ. خو وروسته یې په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې د مسلې د حل کوشش کوي او چې څه هم مخې ته راځي له رسنیو سره به یې شریکوي.

شهواني وویل چې دوی له مرکزي حکومت سره د مسلې د حل په اړه خبرې کوي.

د کیچ مرستیال کمشنر او یو لوړ پوړي حکومتي بیوروکریټ حسین جان بلوڅ وویل چې دوی له ګېرو شویو کسانو سره مرسته کوي.

نوموړي تېره اوونۍ په یو بیان کې وویل چې انتظامیې ګېر شویو سلګونو ډرایورانو ته مرسته رسولې ده. دا بیان نوموړي یو تړل شوی سرحد ته تر دورې وروسته ورکړ.

د ايراني تېلو کاروباريان د پولې تړل کېدو پرضد د احتجاج پر مهال
د ايراني تېلو کاروباريان د پولې تړل کېدو پرضد د احتجاج پر مهال

خو بیا عبدالحلیم بلوڅ وايي چې د حسین جان بلوڅ د اپریل ۱۸مې دورې پس هم په حالاتو کې څه بدلون نه دی راغلی.

هغه وویل که دوی د مظاهرې کوشش کوي نو بیا يې ملیشا ځواک وهي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر ثنا بلوچ وویل چې په صوبه کې د ترقۍ د کمي له امله یې اوسېدونکي بېوزله او شاته پاته دي.

د نوموړي په خبره د بلوچستان ۱۲ میلیون خلک له غربت، د انفراسټرکچر او صحت خراب نظام او کمې خواندګۍ سره مخامخ دي.

اسلام اباد سرحدي سیمه کې اغزن تار لګوي خو دې ته پام نه کوي چې د دې خراب اثرات به څه وي. دا د سیمې بې روزګاره ځوانانو لپاره یو ډېر خراب حالت جوړوي.  
ثنا بلوڅ

نوموړي وویل چې د دې له امله د سیمې ځوانان د پولې هغه غاړې خطرناکې سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

ثنا بلوچ وویل چې اسلام اباد سرحدي سیمه کې اغزن تار لګوي خو دې ته پام نه کوي چې د دې خراب اثرات به څه وي. دا د سیمې بې روزګاره ځوانانو لپاره یو ډېر خراب حالت جوړوي.

هغه وویل پکار ده چې پر ایران، پاکستان او د بلوچستان په استازیو مشتمل یو درې اړخیزه کمېشن جوړ شي او داسې تګلارې جوړې کړي چې پر سیمې خراب اثرات و نه لري.

د نوموړي په خبره پاکستان او ایران باید یو ځای شي او په بشري بنیادونو خپلو پالیسیانو ته بیا کتنه وکړي.

بلوڅ نمانیدګان او فعالان د پولې دواړو خواو ته تجارت نه یوازې د اقتصاد له پلوه ضروري ګڼي بلکې وايي چې دا د سیمې د کلتور هم یوه برخه ده.

دوی وايي چې دغه ختمولو سره به ډېز ژوندونه او رشتې له خطر سره مخامخ شي.

راپور: کيا بلوڅ

ژباړه: مليحه اميزاده

يادونه: دا راپور د مشال راډيو له انګريزي وېبپاڼې ګندهارا څخه ژباړل شوی دی

XS
SM
MD
LG