د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې "ايرانی نصاب ښوونکي" سکولونه تړل شوي


د کوټې انتظامي چارواکی په هزاره ټاون کې د ښوونځي پر دروازه لاسلیک کوي - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۱۲مې انځور.
د کوټې انتظامي چارواکی په هزاره ټاون کې د ښوونځي پر دروازه لاسلیک کوي - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۱۲مې انځور.

د بلوچستان چارواکي وايي، په کوټه کې يې ځينې داسې سکولونه تړلي دي چې پکې ایرانی نصاب ښوول کېده.

د کوټې ښار اسېسټنټ کمېشنر محمد زوهيب الحق د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د شنبې (خالي) پر ورځ يې په هزاره ټاون کې د نجونو او هلکانو شپږ سکولونه ځکه وتړل چې د ده په وينا، د قانون له مخې له بلوچستان حکومت سره "راجسټر نه ول."

حق وايي، په دې تعليمي ادارو کې ايرانی نصاب ورښوول کېده او په دیني کتابونو کې ځینې داسې "خبرې" هم وې چې له پاکستاني نصاب سره يې سمون نه خوړ. "د چاپې پر مهال موږ ته دا هم معلومه شوه چې د ښوونځيو پرنسیپلان (سرمعلمان) او استادان هم ايرانيان دي او ځينې نور دیني مواد مو هم نيولي دي. دا وخت قانون نافذوونکې ادارې پلټنې کوي چې ایا دا مواد قانوني دي او که نه؟ موږ دا وخت د نه راجسټر کېدو له وجې سکولونه تړلې دي."

چارواکي وايي، د چاپې پر وخت یې له ښوونځیو ځینې دیني مواد هم ترلاسه کړل چې په اړه یې پلټنې کوي
چارواکي وايي، د چاپې پر وخت یې له ښوونځیو ځینې دیني مواد هم ترلاسه کړل چې په اړه یې پلټنې کوي

د کوټې انتظاميې دا اقدام د حکومتي ادارې بلوچستان اېجوکېشن فاونډېشن د شخصي سکولونو د څار ادارې په شکايت کړی دی. د دې ادارې مشر شبير احمد خان د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې له قانون سره سم، هر څوک چې په پاکستان کې سکول خلاصول غواړي نو د دې هېواد د قانون درناوی به کوي او زده کوونکو ته به هغه نصاب ورښيي چې د پاکستان حکومت منظور کړی وي.

نوموړي زیاته کړه چې د تړل شویو سکولونو استادانو د تنخاګانو او زده کوونکو يې د بریلیکونو (سرټېفېکېټونو) د نه منل کېدو شکايت وکړ نو تر دې وروسته دوی د ښوونځيو انتظامي چارواکي ورغوښتل او ورڅخه يې سپیناوی وغوښت.

چارواکي وايي، د ټولګیو پر دېوالونو د ایران د مذهبي مشرانو انځورنه لګېدلي ول
چارواکي وايي، د ټولګیو پر دېوالونو د ایران د مذهبي مشرانو انځورنه لګېدلي ول

د شبير احمد خان په وينا، د سکولونو له انتظاميې سره یې ملاقاتونه وکړل او رسمي خطونه يې هم ورته وليکل چې ښوونځي دې د بلوچستان له حکومت سره راجسټر کړي. " موږ دوی راغوښتل، څو ځله مو ناستې ورسره وکړې او رسمي خط وکتابت مو ورسره وشو خو دوی چې زموږ شرطونه پوره نکړای شول نو موږ د قانون نافذوونکې ادارې په مشرۍ ورغللو او دا تعليمي ادارې مو وتړلې."

شبير احمد خان زياته کړه چې په دې ښوونځيو کې ايرانی نصاب ورښوول کېږي او بل داچې ځينې مشران او استادان يې ايرانيان دي چې د قانون له مخې هغوی بايد د کار کولو قانوني اسناد ولري.

نوموړي زياته کړه چې په تړل شويو تعليمي ادارو کې درې های (د لوړو زده کړو) او نور مېډل (د منځنیو زده کړو) او پرايمري یا د لومړنیو زده کړو سکولونه دي چې د ده په خبره، پکې په سلګونو زده کوونکي زده کړې کوي. هغه دا ادعا هم وکړه چې له سکولونو سره له "ايرانه مالي مرسته" کېده خو موږ په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق و نه کړای شو. البته چارواکي وايي چې زده کوونکو فيسونه هم ورکول.

چارواکي وايي، په ښوونځیو کې ایرانی نصاب ښوول کېده
چارواکي وايي، په ښوونځیو کې ایرانی نصاب ښوول کېده

مشال راډیو د تړلیو ښوونځیو له انتظامي چارواکو او ښوونکو سره رابطه وکړه خو هغوی په دې اړه له دریځ او معلوماتو ورکولو انکار وکړ.

شبير احمد خان وايي، ښايي څلور نور ايراني سکولونه هم بند کړي خو د ده په وينا، په دې اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

تړل شوي سکولونه د کوټې په هغو سيمو کې دي چې پکې هزاره ګان ژوند کوي.

په دې ښار کې لکونه هزاره ګان اوسي چې زياتره یې اهل تشیع دي. دوی له افغانستان او ايران سره ډېرې نېږدې مذهبي اړيکې لري او هر کال ګڼ هزاره ګان ایران ته زیارتونو ته ورځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG