د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو لوړپوړی پلاوی کابل کې له طالب چارواکو سره غږېږي


د ملګرو ملتونو د مشر مرستياله امینه محمد د پلاوي مشري کوي - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو د مشر مرستياله امینه محمد د پلاوي مشري کوي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي پلاوي په کابل کې له بېلابېلو چارواکو او شخصیتونو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

د هغه نړیوال سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق د جنورۍ پر ۱۶مه کابل ته د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې امینې محمد په مشرۍ د پلاوي تر رسېدو یوه ورځ وروسته په بیان کې ویلي دي چې هغه پلاوي افغانستان ته تر تګ مخکې د خلیج او د اسیا او اروپا له یوشمېر هېوادونو سره د مېرمنو او نجونو د حقونو او پایداره پرمختیا په اړه خبرې کړې دي.

حق ویلي دي چې کار او زده‌کړو ته د افغان مېرمنو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د ملګرو ملتونو له یاد پلاوي غوښتل شوي چې طالبانو ته د وضعیت د جدیت پیغام ولېږدوي.

مېرمن امینې محمد او ورسره پلاوي یې د سفر په جریان کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي دي.

کرزي د جنورۍ ۱۸مې پر سهار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو له پلاوي سره یې په لیدنه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو، د زده‌کړو پر ارزښت، د نجونو او ښځو لپاره د تحصیلي مراکزو په خلاصېدو او دندو ته د مېرمنو پر ستنېدو خبرې کړې دي.

په همدې حال کې یوشمېر افغان نجونه د ملګرو ملتونو له پلاوي غواړي چې د طالبانو پر حکومت دا ومني چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو او د کار بندې دروازې پرانیزي.

دوی وايي په اوس وخت کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په برخه کې د طالبانو د پرېکړو په اړه د نړیوالو اعلامیې او غندنې بسنه نه‌کوي او باید عملي اقدامات وشي.

د پلازمېنې کابل يوه اوسېدونکې زرمينې د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، "د ملګرو ملتونو سازمان باید پر طالبانو جدي فشارونه وارد کړي چې طالبان د ښځو پر وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي، زده‌کړو او تحصیل او دغه شان د مېرمنو کار ته اجازه ورکړي."

دغه راز د کابل يوې بلې اوسېدونکې ليدا وویل، "موږ غواړو چې د ملګرو ملتونو دغه پلاوی له طالبانو سره په بحثونو کې پر دوی فشارونه زیات کړي چې د زده‌کړو او کار په ګډون پر ښځو بېلابېل محدودیتونه پای ته ورسوي."

هلته د افغان ښځو د حقونو ملاتړې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل د دغه ډول سفرونو پر زیاتېدو ټینګار کوي خو وايي، د ملګرو ملتونو یاد پلاوی باید په افغانستان کې له مېرمنو سره هم وګوري.

اغلې کړوخېل مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د پلاوي غړي که وکولای شي "د نجونو او مېرمنو پر مشروع حقونو د طالبانو له افراطي رهبرانو سره ملاقات وکړي او د ښځو پر حقونو ورسره خبرې وشي."

اخوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل‌ ثاني له سي اېن بي سي ټېلېوېژن سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو د سرپرست حکومت "وروستي اقدامات خواشینوونکي" دي خو هېواد به یې په افغانستان کې د بدلون راويستو د یوازینۍ لارې په توګه له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

آل‌ ثاني زیاته کړې، دوحه له نورو اسلامي هېوادونو سره سلامشورې کوي چې په کندهار کې د طالب مشرانو سره د خبرو زمینه برابره کړي.

د طالبانو حکومت د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو او تحصیل درېدل موقتي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه په ترکیه کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه چې "ډېر ژر" به د افغان نجونو په تعلیم د بندیز ستونزه حل شي، خو له هغې نېټې تر ننه او د دوی د بیا بیا ژمنو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع شوي. بلکې د طالبانو حکومت په ډېسېمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو او داراز، په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه کړنلاره له تنقید سره مخامخ شوې ده او د طالبانو حکومت پر نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې پر "جنسیتي تبعیض او نا برابرۍ" تورن شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو د زده کړو لپاره تګلاره او "شرعي چاپېریال" جوړوي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG