د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې عدالت ۳ مظاهرچیانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده


په ایران کې د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر له نیمايي راهیسې مظاهرې روانې دي - پخوانی انځور.
په ایران کې د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر له نیمايي راهیسې مظاهرې روانې دي - پخوانی انځور.

په ایران کې عدالت د مهسا امیني د مړینې پرضد د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو د درو غړو د وژنې په تور درو کسانو ته د مرګ سزاګانې اورولې دي.

د جنورۍ د نهمې له سزاګانو سره د هغو کسانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی چې د درې میاشتنیو مظاهرو په تړاو ورته د مرګ سزاګانې اورول شوې دي.

له ټولو سزايي شویو کسانو څخه یې څلور په دار ځړول شوي او دوه نور به هم پانسي شي ځکه چې سترې محکمې یې سزاګانې تایید کړې دي.

په ایران کې له هغه راهیسې پراخې مظاهرې روانې دي چې د مهسا امیني په نامه نجلۍ د ۲۰۲۲ز کال په سېپټمبر کې د ایرانیو پولیسو په بند کې تر بېهوښه کېدو درې ورځې وروسته په روغتون کې مړه شوې وه.

د ۲۲ کلنې مهسا امیني مړینې په ایران کې دننه او بهر غوسه پارولې. هغه ایرانیو پولیسو د حجاب د قانون د ماتولو په تور نیولې وه او تر ګرفتارۍ درې ورځې وروسته مړه شوه.

یو پلو په دې احتجاجونو کې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي او بل پلو ایرانیو چارواکو په زرګونه کسان نیولي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG