د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېر افضل مروت: په ټولو مقدمو کې دې د علي وزیر یو واري ضمانت وشي


د علي وزیر وکیل وايي، له پېښور های کورټ نه یې غوښتي، د هغه د موکل پر ضد دې په ټولو مقدمو کې یو واري ضمانت وشي
د علي وزیر وکیل وايي، له پېښور های کورټ نه یې غوښتي، د هغه د موکل پر ضد دې په ټولو مقدمو کې یو واري ضمانت وشي

د علي وزیر وکیل وايي، د پېښور های کورټ ته یې خواست کړی چې د هغه پر موکل درج ټولې مقدمې دې مخې ته راوړي او پر یوه ځای دې په ټولو کې د نوموړي ضمانت ورکړي.

دا خبره ایډوکېټ شیر افضل مروت د جنورۍ پر پنځمه له هغه وروسته مشال راډیو ته وکړ چې د چارسدې عدالت په یوه مقدمه کې د علي وزیر د ضمانت درخواست رد کړ. ایډوکېټ شیر افضل مروت وویل، دا نه ده څرګنده چې ریاستي ادارو د علي وزیر پرضد څومره مقدمې پټې ساتلې دي.

نوموړی وايي: " د علي وزیر خلاف لا نورې هم داسې مقدمې شته چې نه ده ته معلومې دي او نه هم د ده د وکیل په توګه موږ ته معلومې دي. موږ د پېښور های کورټ ته درخواست ورکړی دی چې پر علي وزیر چې څومره مقدمې دي، چې دی پکې نه دی نیول شوی، په هغوی ټولو کې دې ضمانت راکړل شي."

ايډوکېټ شیر افضل مروت دا هم وویل چې پر دې درخواست به اورېدنه اوس د جنورۍ پر ۱۳مه کېږي.

نوموړی وايي، د پېښور های کورټ ته یې دا درخواست ځکه ورکړی چې په یوه مقدمه کې د علي وزیر ضمانت وشي نو پولیس یې پر ضد بله مقدمه ښکاره کړي. نوموړی وايي، لکه څنګه چې د تحریک انصاف د یو غړي اعظم سواتي په ټولو مقدمو کې په یو وار ضمانت وشو، همداسې دې د علي وزیر په مقدمو کې هم يه یو وار ضمانت وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۶ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنک له خوا د د کوهاټ په ګډون د ملک په ګڼ شمېر ښارونو کې د علي وزیر لپاره پراخې احتجاجي مظاهرې وشوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د پارلېمان غړی علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر له ۱۶مې په دې تور بندي دی چې ګواکې د ریاست ضد ویناوې یې کړې دي. خو نومړی دا تور ردوي او وايي چې د پاکستان د ایین په چوکاټ کې د پښتنو د حق خبره کوي.

علي وزیر له هغه راهسې د کراچۍ په زندان کې دی. د ده وکیل او پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې کله یې په یو مقدمه کې ضمانت وشي نو پولیس ورپسې بله را وباسي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر د خوشي کولو لپاره په وار وار جلسې، لاریونونه او پرلتونه وهلي خو نوموړی لا هم نه دی خوشی شوی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په کوټه کې د خپل ګوند له خوا د علي وزیر خوشي کولو لپاره را بلل شوې احتجاجي غونډې ته په وینا کې ویلي وو: "زه پیپلز ګوند ته وایم چې په کراچۍ کې ستاسو حکومت دی، ستاسو ججانو د ۴۴۴ کسانو قاتل راو انوار خوشی کړ، ولې تاسو د علي وزیر په اړه پر خپل حکومت غږ نه کوی؟"

د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یوه پیغام کې مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت د علي وزیر په ګرفتارۍ او بندي کولو کې لاس نه لري.

تر دې وړاندې د پیپلز ګوند مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري هم د علي وزیر په خوشي کولو کې ځان بې وسه ښودلی وو.

د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر پر ۲۳مه په لاهور کې د بشری حقونو د مبارزې عاصمه جهانګیر کنفرس پرمهال چې بلاول بټو وینا کوله نو یو شمېر کسانو غږ پورته کړ چې "علي وزیر دې خوشی شي."

بلاول بټو زرداري دې کسانو ته په ځواب کې وويل،"تاسو دا احتجاج په هغه ځای کې وکړئ، څوک چې علي وزیر خوشی کولای شي."

XS
SM
MD
LG