د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: حکومت د خلکو امنیت ساتلو لپاره کار نه کوي


د جنوبي وزیرستان د مکین سیمې سلګونو کسانو د بدامنۍ او  مخدره موادو د کاروباریانو پر ضد مظاهره وکړه. (انځور: ارشیف)
د جنوبي وزیرستان د مکین سیمې سلګونو کسانو د بدامنۍ او  مخدره موادو د کاروباریانو پر ضد مظاهره وکړه. (انځور: ارشیف)

د جنوبي وزیرستان د مکین سیمې سلګونو کسانو د بدامنۍ او مخدره موادو د کاروباریانو پر ضد مظاهره وکړه.

د ډېسمبر پر ۲۳مه ترسره شوې دې احتجاجي مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د غورځنګ نور مخکښان او ګڼ شمېر غړي هم شریک وو.

منظور پښتین مشال راډیو ته وویل، "د خلکو د امنیت او د مخدره موادو د کاروبار کونکیو مخنیوی د حکومت مسوولیت دی خو سرکار خپل دغه مسوولیتونه په سمه توګه نه دي ادا کړی."

ځینو مظاهره کوونکیو مشال راډیو ته دا هم وویل چې پوځ او پولیس د منشیاتو د کاروبار کونکیو مخه نه نیسي او دوی نپوهېږي چې له دې کاره د هغوی مقصد څه دی؟

دا لومړی ځل نه دی چې د جنوبي وزیرستان خلک د بدامنیو پرضد احتجاج کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم په وار وار احتجاجونه او پرلته ترسره کړي دي.

دوی تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې هلته د وسله والو پر شتون او فعالیتونو سترګې پټې کړې دي.

خو د مکین تاڼیدار فرحان مسید بیا مشال راډیو ته وویل چې هغوی د امنیت د برقرار ساتلو او د منشیاتو د کاروبار کونکیو پر ضد اقداماتو کولو ته ژمن دي.

ده وویل، " که د مکین خلک احتجاج کوی او کنه؟ پولیس خپله کارروايي کوي. موږ د ایس، چرسو او نورو منشیاتو کاروبارکونکیو خلاف پرچې کټ کړې دي."

فرحان خان زیاته کړه چې دوی د منشیاتو اجازه هېچا ته نه ورکوي او د کاروبارکونکیو مرکزونه یې ختموي.

فرحان مسید وايي، پوځ او پولیس د امن برقرار ساتلو ته هم ژمن دي. خو په جنوبي‌ وزیرستان کې د پوځ پر ډاډګېرنو او ادعاوو سربېره د بدامنۍ پېښې پرلپسې روانې دي.

XS
SM
MD
LG