د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف په ډېره اسماعیل خان کې د نوي هوايي ډګر جوړولو اعلان وکړ


شهباز شريف د ډېسېمبر پر ۲۶مه دغه ښار ته د سفر په وخت وويل چې د امنيت بحالولو لپاره به هم پاخه ګامونه اخلي: انځور له ارشیفه
شهباز شريف د ډېسېمبر پر ۲۶مه دغه ښار ته د سفر په وخت وويل چې د امنيت بحالولو لپاره به هم پاخه ګامونه اخلي: انځور له ارشیفه

د پاکستان وزيراعظم په ډېره اسماعيل خان کې د يو نوي هوايي مېدان او ځينو لويو لارو د جوړولو اعلان کړی.

شهباز شريف د ډېسېمبر پر ۲۶مه دغه ښار ته د سفر په وخت وويل چې د امنيت بحالولو لپاره به هم پاخه ګامونه اخلي. نوموړي د یو شمېر نورو پروژو اعلان هم وکړ چې پکې د چین ـ پاکستان د راهدارۍ یا سیپېک د لویدیځې موټر وې سیکشن، پیزو ـ ټانک سړک او د ډېره اسماعیل خان بای پاس سړک بحالول د یادولو وړ دي.

د ډېره اسماعیل خان په رته کلاچي سټیډیم کې د وینا پر مهال د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وویل: " له ډېره اسماعیل خانه تر ژوبه د سیپېک کورېډور په مغربي لاره باندې مخکیني حکومت کار نه وو کړی. موږ به دا کار سر ته رسوو."

وزیراعظم شهباز شریف په خپله وینا کې دا هم وویل چې د ترهګرۍ پېښې د پرمختګ او ابادۍ مخه نیسي نو حکومت یې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه کوټلي اقدامات کړي دي. نوموړي وړاندې وویل: "له تېرو څو اوونیو راهیسې په سیمه کې د ترهګرۍ زیاتې پېښې مخې ته راغلې دي خو زه اولس ته باور ورکوم چې وفاقي او صوبايي حکومت به د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره خپل ټول وسایل په کار راولي."

شهباز شریف وايي، ترهګري به له بنسټه ختموي څو هیواد یې یو وارې بیا پر امنه وګرځي.

په همدې ورځ په ډېره اسماعيل خان کې د جنوبي وزیرستان بې کوره شويو خلکو مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د ړنګو شويو کورونو جوړولو معاوضه دې ورکړل شي. په احتجاج کې شامل، فدا محمد مشال راډيو ته وويل چې حکومت یوازې وعدې او اعلانونه کوي خو په عمل کې څه نشته.

د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمې خلکو تر دې وړاندې هم د مظاهرو او پرلتونو له لارې له حکومته غوښتي وو چې هغوی ته دې د ړنګو کورونو معاوضه ورکړل شي. له جنوبي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي حافظ حسام الدین د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، دا مهمه مسله ده، حکومت له پکار دي چې خلکو سره دې په دې لړ کې مرستې وکړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG