د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې زلزله شوې


د ۲۰۲۲ ز کال د جون په ۲۲مه د پکتیکا ګیان او برمل او د څنګ لوري خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې سختې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول. (انځور: ارشیف)
د ۲۰۲۲ ز کال د جون په ۲۲مه د پکتیکا ګیان او برمل او د څنګ لوري خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې سختې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول. (انځور: ارشیف)

د افغانستان د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې د دوی په سیمه کې د دېسېمبر پر ۲۳مه درې ځله زلزله شوې خو خلکو ته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.

د ګیانې یو قبایلي مشر حاجي عمرجان د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، دې زلزلې ښايي‌له دې کبله زیان نه وي اړولی چې اوسمهال ډیری خلک له تېرې زلزلې راهیسې په خیمو کې اوسیږي.

ده وویل، د یادې سیمې ډیری کورونه او ودانۍ د جون د ۲۲ مې په زلزله کې ړنګ شوي او یا دومره زیان ورته رسیدلی دی، چې اوسمهال د استوګنې نه دي.

وموغوښتل په دې اړه په پکتیکا د طالب چارواکو نظر واخلو، خو هغوی د مشال راډيو ټلیفوني اړیکې ځواب نه کړې.

یو بل حکومتي مامور چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي وویل، ولایتي چارواکو ورته ویلي چې تر اوسه د یادو زلزلو څخه د ممکنه زیانونو د اوښتو په اړه له دوی سره پوره معلومات نه دي شریک شوي.

د ۲۰۲۲ ز کال د جون په ۲۲مه د پکتیکا ګیان او برمل او د څنګ لوري خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې سختې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

په یاده زلزله کې شاوخوا زر کسان وژل شوي ول او زرګونه کورونه او ودانۍ په بشپړاو یا په نسبي ډول زیانمن شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG