د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو د نومبر له ۱۶ د احتجاج دهړکه ورکړې


د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو تر دې وړاندې هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کړي‌ دي.
د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو تر دې وړاندې هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کړي‌ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ګریڼد هېلت الاینس تر سیوري لاندې د ډاکټرانو بیلا بیلو اتحادیو اعلان کړی چې د نومبر له ۱۶ مې به د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره په احتجاج لاس پورې کړي.

دوی وايي، د احتجاج پر مهال به له بیړنیو خدمتونو پرته په هسپتالونو کې د نورو کارونو لپاره نه حاضریږي.

دوي تور پوری کوي چې حکومت د صحت په څانګه کې د اصلاحاتو د نوي قانون په نامه هسپتالونه شخصي کوي او د روغتیا د عملې حقونه تر پښو لاندی کوي.

د خیبرپښتونخوا لپاره د ګرینډ هیلتهـ الاینس مشر ډاکټر امیرتاج خان د نومبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په بیا بیا د مذاکراتو باوجود حکومت د ډاکټرانو د ستونزو په هوارولو کې سنجیده نه دی.

نوموړي زیاته کړه، " که حکومت له موږ سره د خبرو لپاره نه کښېنې نو بیا به موږ مجبوره یو چې د نومبر په ۲۴ مه د صوبې ټول هسپتالونه وتړو او که بیا هم حکومت نه مني نو بیا به موږ د صوبايي اسمبلۍ مخې ته کښېنو او د صوبې ټیچینګ هسپتالونه به هم تړو."

د خیبر پښتونخوا حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې ځینې ډاکټران د خپلو ذاتي ګټو لپاره اصلاحاتو ته غاړه نه ږدي او د حکومتي پالیسیو مخه نیسي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف غړې ډاکټر سمیره شمس په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې حکومت ځینې قوانین راوړي دي چې مرام یې د روغتیا نظام ښه کول او هسپتالونو ته اسانتیاوې ورکول دي.

نوموړې زیاته کړه چې ډاکټرانو ته د احتجاج کولو پر ځای په کار ده چې له اړونده چارواکو سره کښېنې او پرې دې مسلو بحث وکړي.

دې وویل، "زموږ د حکومت د اصلاحاتو په نتیجه کې نظام ښه شوی دی، پکار ده چې ډاکټران زموږ سره د ولس په ګټه مذاکراتو ته کښېني، په سیند کې هم نرسانو احتجاج کړی دی نو داسې معاملې به وخت په وخت راځي خو انتظامیه موجوده ده نو د هواري لارې به یې کتل کېږي."

د ډاکټرانو اتحادیه وايي چې حکومت د بورډ اف ګورنرز په نامه په هسپتالونو کې سیاسي مداخلت ته لار هواروي او ځینو خلکو ته د مالي ګټو ورکولو لپاره یې د روغتیايي ادارو د شخصي کولو پلان جوړ کړی دی چې دوي ته د منلو وړ نه دی.

د ډاکټرانو د صوبايي اتحادیې مشر ډاکټر محمد زبیر وايي مشال راډیو ته وویل، "ډاکټر نوشیروان برکي چې د عمران خان د تره زوی دی، هغه له امریکا څخه دا نظام د سکایپ له لارې چلوي او ټول نظام یې برباد کړی دی."

ډاکټر محمد زبېر زیاته کړه چې حکومت ډاکټرانو ته هغه اسانتیاوی نه ورکوي چې پکار دي.

ده وویل، "حکومت یو شخصي کمپنۍ ته ټیکه ورکړې او هغه الات راوړي او یوه په دوه بیه یې ولګوي. بیا خلکو ته وايي چې ډاکټرانو کار نه کولو او اوس موږ نظام سم کړو."

ده وویل، حکومت ته وايي‌ چې دوی دا کار په بل کوي نو په خپله یې ولې نه کوي؟

د نرسانو د احتجاج یو عکس
د نرسانو د احتجاج یو عکس

دا په داسې حال کې ده چې د پیښور د بیلا بیلو هسپتالونو نرسانو هم د خپلو غوښتنو لپاره په احتجاج لاس پورې کړی دی.

د لیډي ریډینګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي چې انتظامیې پریکړه کړې چې کوم ډاکټران یا نرسانې خپل کار ته نه حاضریږي، د هغوی پرضد قانوني کاروايي کیږي.

نوموړی زیاتوي، "د دوی غوښتنه داده چې اصلاحات دې نه کیږي، هړتالونه او احتجاجونه دوي وړاندې هم کړي دي خو موږ به چاله اجازه ورنکړو چې د جدي ناروغانو د بېړني علاج څانګې وتړي."

محمد عاصم وویل چې په دې کې د ډاکټرانو ذاتي ګټې شاملې دي ګني نو د ده په وینا، رنځورانو ته خو د اصلاحاتو په نتیجه کې ډیرې اسانتیاوې ورکول کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت په ۲۰۱۵م کال کې د ځینو قوانینو په منظورولو سره د هسپتالونو په انتظامي او طبي څانګو کې بدلونونه کړي دي.

دوی هلته د "بورډ اف ګورنرز" په نامه د مشاورتي ډلو په جوړولو سره د ډاکټرانو په ګډون سیاسي او ولسي مشرانو او شخصي کمپنیو ته هم د هسپتالونو په انتظام کې برخه ورکړی ده.

XS
SM
MD
LG