د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې نرسانو احتجاج پيل کړی


د خیبر پښتونخوا د صحت څانګړې ښځینه کارکوونکو تر دې وړاندې هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی وو.
د خیبر پښتونخوا د صحت څانګړې ښځینه کارکوونکو تر دې وړاندې هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی وو.

د خیبر پښتونخوا د تر ټولو لوی لېډي ریډنګ روغتون نرسانو د خپلو غوښتنو لپاره احجاج پیل کړی دی.

د نومبر له څلورمې احتجاج کوونکې نرسانې وايي، د نومبر تر اوومې علامتي هړتال کوي او که یې غوښتنې ونه منل شوې نو سړکونو ته به راوځي.

د دوی یوې مشرې ښایستې جدوون مشال راډیو ته وویل چې دوی له ۲۰۱۵م کاله په روغتون کې کار کوي خو تر اوسه یې نه نوکرۍ پخې شوې او نه یې هم تنخاګانې ور زیاتې کړې دي. نوموړې وویل، پخوا به یې د اوسېدو لپاره د یوې کوټې پر سر پنځه زره ورڅخه اخیستې او اوس تر ۲۰ زره هم زیات اخلي کومې چې د ده په وینا، د دوی تر وسه وتلې ده. ښایستې جدون وویل چې د هم دې له کبله د دوی ډېرو همکارانو یا نوکرۍ پرېښې دي‌ او یا هم نورو روغتونونو ته تللې دي.

د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد د سرکاري کارکوونکو احتجاج
د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد د سرکاري کارکوونکو احتجاج

هغې وویل: "په پاکستان کې تر پنځه سوه فیصده زیاته ګراني راغلې ده، زموږ ټوله تنخا ۶۰ زره ده، په هغه کې ۲۰ زره د کوټې کرایه ورکوو، شپه او ورځ کار کوو."

نوموړې زیاته کړه چې دوی ته تر ۲۰۱۸م کاله د ایم ټي ای په نامه الاونس ورکول کېده خو اوس هغه هم ورباندې بنده شوې ده.

خو د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل، د دې نرسانو تر ټولو لویه مسله د هاسټل د کوټې د کرایې ده، کومه چې د ده په وینا اوس هم کمه ده.

د اکاونټنټ جنرل محکمې ملازمينو مظاهره
د اکاونټنټ جنرل محکمې ملازمينو مظاهره

ده وویل: " موږ د هاسټل د یوې کوټې ۱۰ زره روپۍ اخلو او هغه د درو نرسانو لپاره ده نو دا ډېرې کمې دي خو د بجلۍ او ګېس خرڅ له دې بېل دی او تنخاګانې مو هم ورته زیاتې کړې دي."

خو محمد عاصم دا ونه ویل چې د بجلۍ او ګېس له خرڅ سره د یوې کوټې کرایه څو ته رسي؟ او نه یې هم دا روښانه کړه چې تنخاګانې یې ورته څومره زیاتې کړې دي؟ نوموړي دا هم وویل چې د جدي ناروغانو په څانګه کې کارکوونکې نرسانې یې له دې کبله له نوکرۍ اېستلې دي چې د ناروغانو ژوند یې په خطر کې اچولی وو.

عیساخېل او برهانخېل د مومندو ډیم کې نوکرۍ غواړي
عیساخېل او برهانخېل د مومندو ډیم کې نوکرۍ غواړي

ده زیاته کړه چې د دې تر څنګ یې اوو نور نرسانو ته پر دې اساس د سپیناوي کولو امر کړی دی چې ولې په روغتون کې سیاست کوي؟

د خيبر پښتونخوا حکومت په روغتونونو کې د ميډيکل ټريننګ انسټيټيوټ په نوم نوی نظام عملي کړی دی چې پکې د نورو بدلونونو تر څنګ نوکرۍ هم ټولې په قرارداد یا اوومې (کچه) دي.

د دې تر څنګ کارکوونکو ته نسبتاً‌ زیاتې تنخاګانې ورکول کېږي خو په رخصتیو کې تنخا او پنشن پکې نشته.

احتجاج کوونکې نرسانې وايي، که له دوی سره خبرې ونه شي او غوښتنې یې ونه منل شي نو د نومبر له اوومې به خپل احتجاج ټولې صوبې ته وغځوي او سړکونه به وتړي.

XS
SM
MD
LG